روسیې نګورنو-قره باغ سیمې ته سوله ساتي پوځیان ولېږل

روسیې د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ لانجمنې نګورنو-قره باغ سیمې ته سلګونه سوله ساتي پوځیان استولي دي. دا ګام وروسته له هغه اخیستل شوی چې اذربایجان او ارمینیا په سیمه کې د څو اوونۍ جګړې ختمولو لپاره د سولې تړون وکړ.

دواړو هېوادونو د دوشنبې پر ورځ د روسیې په منځګړتوب د جګړې ختمولو ته غاړه کېښوده.

نړیواله ټولنه نګورنو-قره باغ د اذربایجان برخه بولي، خو له ۱۹۹۴ کال راهیسې د ارمینیایانو لخوا اداره کېدله.

په اذربایجان کې خلکو د سولې پر دې تړون خوښي څرګنده کړې او دایې خپله بریا بللې. خو په ارمینیا کې خلک قهرېدلي او د حکومت پر ضد یې اعتراضونه کړي دي.

دواړه هېوادونه له نږدې شپږو اونیو راهیسې پر قره باغ سره نښتي وو او د دې جګړې له امله تراوسه سلګونه کسان وژل شوي دي.

په تړون کې څه راغلي؟

د نوي تړون له مخې اذربایجان په هغو سیمو کې پاتېږي چې دې جګړه کې یې ولکه کړې دي. ارمینیا هم منلې چې له څو څېرمو سیمو په راتلونکو څو اونیو کې ووځي.

د اوسني تړون له مخې ارمنیان په زیاتېدونکي ډول سیمه له لاسه ورکوي او څو اونیو کې به اذري ځواکونه د سیمې پر دویمه ستره مېنه یا ښارګوټي شوشا یا شوشي هم ولکه وکړي.

دې متن کې راغلي: ارمینیا کلبجر سیمه تر ۱۵ نومبر او لاچین سیمه د لاچین عبوري مسیر کارولو سره د پنځو کیلومترو په سور چې قره باغ ارمینیا سره نښلوي د ډیسمبر تر اولې پرېږدي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له دې هوکړې څو ګړۍ وروسته تلوېزیوني وینا کې وویل، د دواړو هېوادونو پوله کې ۱۹۶۰ روسي سرتېري مېشتېږي.

هغه زیاته کړه چې دې تړون سره به د جګړې بندیان خوشي کېږي او ټولې اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکې به هم وي.

دواړو هېوادونو دا هم منلې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په څار قره باغ او ور څېرمه سیمو ته کورني بې ځایه شوي ستانه شي.

ماتې که بری؟

د اذربایجان ولسمشر الهام علییوف له پوتین سره ګده وینا کې وویل، ترکیه به هم سوله ساتلو کې برخه لري. الهام عليیوف دا تړون مهمه تاریخې پېښه او د ارمینیا تسلیمېدل بللي دي.

د ارمینیا لومړی وزیر پاشینیان خپل فیسبوک کې دا پرېکړه د ځان او هېواد لپاره سخت ګام بولي او زیاتوي دا تړون د نومبر په لسمه سهار لومړیو کې پلی کېږي او د دغه هېواد او اذربایجان ترمنځ د تېرو شپږ اونیو جګړه ختموي.

نیکول پاشینیان دا تړون دردناک او د ځان او هېواد لپاره سخت بولي، خو وايي، دا تړون نه ماتې او نه بری دی. د هغه په خبره، ماتې هغه وخت پېښېږي چې تاسو د لري(مغلوبېدو) احساس وکړئ.

نګورنو قره باغ ارمن مشر اریاک حرتونیان وايي، د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو لپاره یې د سولې تړون سره خپله هوکړه کړې ده.

د ځايي رسنیو له مخې، د ارمینیا پلازمېنه یاریوان کې د دې تړون پرضد ډېرو خلکو اعتراض کړی دی. دوی د پارلمان او حکومتي ودانیو مخ ته ټول شوي او نارې وهي: موږ نه تسلیمېږو.

نګورنو قره باغ کې د اوسنۍ جګړې پیلېدو سره نږدې زر کسان وژل شوي او لسګونه زره بې کوره شوي دي.

۱۹۸۸ کال کې د نګورنو-قره باغ غرنۍ سیمه کې ارمني وګړو د پخواني شوروي اتحاد واکمنۍ پر مهال له اذربایجانه بېلېدل اعلان کړل، او له هماغه راهیسې اذربایجان او ارمینیا پر دې سیمه جنجال لري.

تېرو دریو لسیزو کې پر دې سیمه د نښتو له امله لسګونه زره کسان وژل شوي او نور ډېر کډوال شوي دي.