تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: بانک ساتونکي مذهب ته د سپکاوي په تور مدیر وژلی
د پاکستان پنجاب ایالت یوه بانک ساتونکي مذهب ته د سپکاوي په تور د همدې بانک مدیر په ډزو وژلی دی. ځايي پولیس وايي، د خوشاب سیمې نېشنل بانک مدیر عمران حنیف د بانک ساتونکي په ډزو وژل شوی دی.
د سیمې پولیسو ویاند محمد حارث وايي، ساتونکي د بانک مدیر له وژلو وروسته خلکو ته ویلي، چې بانک مدیر مذهب ته سپکاوی کړی، ځکه یې وژلی او له هغه وروسته ساتونکي له ځايي خلکو سره په یوه لاریون کې هم ګډون کړی.
بانک مدیر په ټپي حالت کې د چهارشنبې په سهار د لاهور یوه روغتون ته لېږدول شوی و، خو د چارواکو په وینا د همدې ورځې په ماښام یې ساه ورکړه.
پولیسو ساتونکی له پېښې سملاسي وروسته نیولی، خو پولیس مرکز ته د دې کس د لېږدولو پر مهال د سیمې خلک راټول شوي، چې وروسته یې د لاریون بڼه خپله کړه.
وروسته د پولیسو مرکز په شاوخوا کې هم خلک راټول شول، ځینې یې د مرکز بام ته وختل او پر خواله رسنیو خپاره شوي ویډیويي کلیپ کې نیول شوی کس هم له لاریونیانو سره یو ځای د پولیسو مرکز پر بام لیدل کېږي، چې شعارونه ورکوي.
د پنجاب ایالت پولیسو یو مشر سهیل سکهیرا وايي، لاریونیانو لومړی پر پولیس فشار راوست، چې نیول شوی کس پرېږدي، خو کله چې پولیسو له لومړنیو معلوماتو خبر کړل، نو ډېری کسان پخپله له هغه ځایه لاړل.
بل لور ته د وژل شوي مدیر کشر ورور وايي، د پېښې پر ورځ یې ورور په خپل ګاډي کې بانک ته ورساوه او لږ وروسته یې د ډزو غږونه واوریدل:
''زه له ګاډي کوز شوم او هلته مې بانک کې ولیدل، چې مشکوک کس احمد نواز زما پر ورور مخامخ ډزې کولې. ''
د وژل شوي مدیر ورور له بي بي سي سره خبرو کې وویل:
''له موږ سره غبرګ ظلمونه شوي، یوه لور ته مې ورور وژل شوی او بل لور ته بې ځایه پروپاګند راپسې کېږي. ''
د پولیس رپوټ له مخې 'د وژل شوي کس خپلوان د دې وژنې لامل دندې ته د ناوخته حاضرۍ له کبله د وژل شوي مدیر له لوري ساتونکي ته سپکې سپورې ویل ' بولي.
د نوموړي په خبره په داسې حال کې د کورنۍ غړو خوندیتوب ته اندېښمن دی. بل لور ته د وژل شوي کس ماما وايي:
''مشکوک سړي د شخصي عقدې له مخې قتل کړی او اوس د مذب سپکاوي رنګ ورکوي. ''