تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: د کابل راتلونکی دولت دې هند ته د پاکستان پرضد عملیاتو اجازه نه ورکوي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په افغانستان کې د پاکستان یوازېنۍ ګټه دا ده چې "د کابل راتلونکی دولت دې هند ته اجازه نه ورکوي، چې له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي."
عمران خان پرون (شنبه، اکتوبر ۳۱مه) د جرمني له "شپیګل" مجلې سره په مرکې کې وویل چې ده په دې وروستیو کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او د افغانستان د روغې جوړي عالي شورا مشرعبدالله عبدالله سره کتلي او ویلي دي چې "موږ په افغانستان کې هېڅ ګټه نه لرو. زموږ یوازېنۍ ګټه دا ده چې د کابل راتلونکی دولت هند ته اجازه ورنکړي چې له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي."
هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان یو له مهمو ملاتړو پاتې شوی او اسلام آباد له ډيلي سره د کشمیر پر سر اختلافونو لامله په افغانستان کې د هند هر ډول حضور او نفوذ خپل امنیت ته ګواښ ګڼي، خو کابل بیا-بیا ټینګار کړی چې هند له دې خاورې د پاکستان پرضد هېڅ ډول فعالیت نه درلود او هند ځکه په افغانستان کې حضور لري چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په دې وروستیو کې اسلام اباد ته په خپل درې ورځنې سفر کې له هرکلي سره مخ شو.
ده د پاکستان له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او د اسلام آباد په ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ کې یې وینا وکړه.
د "شپیګل" دې پوښتنې ته چې ویل کیږي له حکمتیار سره په لیدنه کې د "طالبانو او حکمتیار ترمنځ د واک د وېش هوکړې" پرسر مو خبرې کړې، عمران خان وویل "حکمتیار په ټاکنو کې ګډون وکړ هغه د افغانستان اساسي قانون منلی. له ده وړاندې مې د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې."
"لنډمهالی حکومت"
ښاغلي حکمتیار په اسلام آباد کې په خپله وینا کې ویلي و چې له طالبانو سره به جلا خبرې وکړې. له اسلام آباد له راستنېدو وروسته ده کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان د کړکېچ یوازنۍ "حل لاره" موقت دولت دی.
عمران خان پدې مرکه کې ادعا وکړه چې پاکستان په طالبانو کنټرول نه لري. د عمران خان په خبره "پاکستان دا حق لاره چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې طالبان په رسمیت وپېژني. پاکستان په طالبانو هېڅ کنټرول نه درلود. کله چې پاکستان له طالبانو وغوښتل چې اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري، هغوی رد کړه."
تېره میاشت عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته دری ورځنی سفر درلود. تېره اونۍ د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم له یوه پارلماني پلاوي سره اسلام آباد ته ولاړ.
ځینې ناظرین وايي عمران خان د افغانستان سولې لپاره د بدیلې لارې په هڅه کې دی چې د پخوانیو جهادي څېرو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي.
عمران خان وايي اوسمهال هېڅوک وړاندوینه نشي کولای چې د افغانستان تحولات کومې خواته ته روان دي.
ښاغلی خان ادعا کوي "هغه څه چې زه یې ویلای شم وروسته له افغانستان هغه هېواد چې سولې ته ډېره اړتیا لري پاکستان دی."
ده زیاته کړه چې له افغانستان سره پر پوله زموږ قبایلې سیمې په تېرو ۱۵ کالو کې ورانې شوي دي. نیمايي خلک یې په کور دننه بې ځایه شوي، شاوخوا یو اعشاره پنځه میلیونه کسان یې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د جګړې قربانیان دي.