تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیې او یونان کې د زلزلې له کبله مرګژوبله ډېره شوې
یوې زورورې زلزلې د یونان ټاپو ساموس ته نژدې د ترکیې ایګین ساحلي سیمه لړزولې ده. د امریکا جیولوجیکل سروې اداره وايي، د دغې اووه درجې زلزلې مرکز د ترکیې ازمیر ایالت ته څېرمه و.
په ترکیه کې تر اوسه د شلو کسانو مړینه او له ۱۲۰ د ډېرو کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي. د یونان ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، چې دوه ۱۷ او ۱۵ کلن زدکونکي په لومړنیو وژل شویو کسانو کې شامل دي.
د ازمیر ښارول وايي، د زلزلې له کبله په ښار کې ۱۲۰ ودانۍ نړېدلې دي. ترکیه کې چارواکي تاييدوي چې یو شمېر کسانو تر ورانو ودانیو لاندې ایسار پاتې دي.
ترکیه کې بیا چارواکي وايي، د زلزلزلې کچه شپږ اعشاریه شپږ درجې وه.
د یو ایس جي ایس مسوولینو په وینا زلزله دومره زوروره وه، چې په اتنز او استانبول کې هم محسوسه شوې او په ځمکه کې لس کیلومتره دننه پیل شوه، خو ترک چارواکي بیا وايي، د زلزلې ژوروالی ۱۶ کیلومتره و.
ترکیه او یونان دواړو هېوادونه د زلزلې پر لیکو پراته دي او زلزلې پکې معمول دی.
له زلزلې وروسته د ترکیې درېیم لوی ښار کې ځايي اوسېدونکي د ډار او ترهې حالت کې لارو کوڅو ته ووتل.
استانبول کې د بي بي سي خبریاله اورلا جیورین وايي، پر خواله رسنیو خپرو شویو ويډيويي کلیپونو کې یوه څو پوړیزه ودانۍ د نړېدو حال کې لیدل کېږي.
په ځینې نورو تصویرونو کې بیا خلک داسې حال کې لیدل کېږي، چې په ورانه شوې ودانۍ کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
په ځینې نورو رپوټونو کې ویل شوي، د سمندرې سطحې له پورته کېدو وروسته په ښار کې سېلاب راغلی او یو شمېر کب نیونکي تري تم دي.
بل لور ته د یونان په ساموس ټاپو کې د کوچني څونامي یا سمندري توپان رپوټونه ورکړل شوي، چې له کبله یې ځینې ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له ساحله لېرې پاتې شي.
په جنورۍ میاشت کې د ترکیې د ختیځ الازیګ ایالت په سیوریس سیمه کې د زلزلې له کبله ۳۰ کسان وژل شوي وو او ۱۶۰۰ نور ټپیان شوي وو.
د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د یونان پلازمېنه اتنز کې د زلزلې له کبله د ښار لویه برخه له برېښنا محرومه شوه او له دې مخکې ۱۹۹۹ کې د ترکیې په ایزمیت ښار کې د یوې زلزلې له کبله ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي وو.