تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اروپايي ټولنې یو شمېر پارلمان غړي وايي، پاکستان د ویزې لړ کې د جعل مرکز دی
د اروپايي ټولنې یو شمېر پارلمان غړو د وېزې برخه کې پاکستان 'خورا خطرناک ' هېواد بللی او پر دغه هېواد یې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.
د اروپايي ټولنې پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کوي، چې پاکستان کې نه یوازې د اروپايي ټولنې پاسپورټونه پلورل کېږي، بلکې په خبره یې د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې هم ورکول کېږي.
تېره اونۍ اروپايي پارلمان ته وینا کې نوموړې په ټینګار ویلي:
''د شینجن ویزا رپوټ له مخې باید وویل شي، چې د جعلي پاسپورټونو او ویزو لړ کې پاکستان له ټولو مخکې دی. ''
اغلې بیلډ زیاته کړه:
''له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه موږ پاکستان سره د نژدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي. ''
نوموړي پاکستان ته په اشارې سره ویلي:
'' موږ له ځینې داسې دولتونو او شخصیتونو سره مرسته کوو، چې د سخت دریځو اسلامپالو د ترهګرۍ ملاتړ کوي. ''
بي بي سي د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته د اروپايي پارلمان د ځينې غړو د تورونو په هکله پوښتنې په لیکلې بڼه واستولې، خو د رپوټ خپرېدو تر مهاله یې غبرګون نه دی څرګند کړی.
د اروپايي هېوادونو ویزې لارښود وېبپاڼه شینجن ویزا انفو ډاټ کام وايي، اغلې بیلډ دغه څرګندونې د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د بریدونو او په ځانګړې توګه د چارلي اېبدو مجلې دفتر ته څېرمه بریدونو کې د دوو کسانو وژل کېدو په تړاو کړې دي.
رپوټونو کې ویل شوي، دې بریدونو کې یوه پاکستاني لاس درلود، چې په غیر قانوني توګه فرانسې ته رسېدلی و او د ادعا له مخې یې چارواکو ته ځان نابالغ ورپېژندلی و.
د وېبپاڼې رپوټ کې ویل شوي، فرانسې حکومت او اروپايي ټولنې ته استول شوي لیک کې د پارلمان نور غړي، فلویو مارتو شیئلو، ریزارد زارنیکي او جیانا ګارسیا هم شامل دي.
دې لیک د ترهګرۍ پېښو کې د پاکستان لاس لرلو په هکله د بندیزونو غوښتنه شوې ده.
په لیک کې لیکل شوي:
''نن اکتوبر ۲۲ مه، موږ له فرانسې حکومت او اروپايي ټولنې غواړو چې د پاکستان اسلامي جمهوریت له لوري د ترهګرۍ فعالیتونو پر ضد بندیزونه ولګوي. ''
په لیک کې دغه راز راغلي:
''فرانسه، اروپا او د نړۍ نور هېوادونه د بې ګناه انسانانو وژنه نه شي زغملای او نه هم باید د ترهګرۍ له فعالیتونو وډار شي. ''
په لیک کې د اروپايي ټولنې غړو ویلي:
'' د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۴ مه رامنځته شوي لویدیځ پاکستان چې پاکستان اسلامي جمهوریت هم بلل کېږي، پر نړیوالو بې شمېره ظلمونه کړي دي. ''
د شینجن ویزا ډاټ کام وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د تش په نامه تابعیت له لارې د پانګونې پلانونو غندنه شوې، چې د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونو له لارې یې چارې پر مخ بیول کېږي.
د ادعا له مخې دغه ډول سکیمونه په جرمونو کې لاس لرونکو کسانو ته پلورل کېږي.
دې کې ګولډن ویزا سکیم هم شامل دی، چې د پانګونې په شرط د اروپايي هېوادونو تابعیت پرې اخیستل کېږي.