تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې پر ټېک ټاک بنديز ولګېد
د پاکستان حکومت د ټولنيزو رسنيو پر اپ ټېک ټاک د "غير اخلاقي" مواد د شکايتونو له امله بنديز لګولی دی.
د پاکستان د مخابراتو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د "ټولنې مختلفو برخو له خوا پر دغه اپ د خپرو شويو موادو په اړه شکايتونه شوي وو".
ټېک ټاک تراوسه د دې بنديز په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان د مخابراتو ادراې د خبرپاڼې له مخې، پر ټېک ټاک د خپرو شويو موادو په اړه يې دغه شرکت ته خبرداری ورکړی و چې خپرېدونکي مواد چاڼ کړي او د غير قانوني موادو د خپرېدو د مخنيوي په موخه يوه اغېزمنه کړنلاره جوړه کړي خو په وينا يې ټېک ټاک دغه لارښوونې په بشپړه توګه نه دي پلې کړې.
پاکستاني چارواکي وايي، ټېک ټاک ته يې ويلي چې د مخابراتو اداره په دې اړه خبرو او په خپله پرېکړه بيا غور کولو ته تياره ده، خو په وينا يې ټېک ټاک بايد په دې اړه د قناعت وړ کړنلاره جوړه کړي.
د پاکستان د مخابراتو ادارې په وينا هره مياشت په دې هېواد کې ۲۰ ميليونه خلک ټېک ټاک کاروي
تر دې وړاندې امريکا هم د ټېک ټاک د تړلو خبرداری ورکړی و دوی وايي د دغې شبکې له لارې ځيني حساس معلومات د چين حکومت لاس ته ورځي.
دا رسنۍ په هند کې هم ډېر مینه وال لري، خو هلته هم پرې څه موده مخکې له ګڼو نورو چینايي اپلېکېشنونو سره په ګډه بندیز ولګېد.
ټېک ټاک څه وړ خواله رسنۍ ده؟
ټېک ټاک کاریال د لنډو وېډيوګانو د خپرولو یوه خواله رسنۍ ده. په دغه اپلېکېشن یا کاریال کې چې چا اکاونټ جوړ وي، هغوی پکې ۱۵ ثانيې لنډې وېډيوګانې خپرولی شي.
د رپوټونو له مخې ټېک ټاک اپلېکېشن په ټوله نړۍ کې تر یو ميلیارد ډېر ځلې ډاونلوډ شوی دی.
د یادولو ده چې ټېک ټاک تر دې مخکې په امریکا کې له دې کبله هم جریمه شوی و چې د مېندو او پلرونو له خوښې پرته يې هلته تر ۱۳ کلنۍ د کمو ماشومانو شخصي مالومات راټول کړي وو.