د خوړو نړیوال سازمان د سولې نوبل جایزه وګټله

د ۲۰۲۰ کال د سولې نوبل جايزه د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان د لوږې سره د مبارزې د هڅو له امله وګټله.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، "دا د دوی د هغو کارکوونکو ستاينه ده چې په نړيواله سطحه هره ورځ د خپل ژوند په بيه له ۱۰۰ ميليونو زياتو وږو ماشومانو، ښځو او نارينه وو ته خوراکي توکي او مرستې رسوي".

د دغې جايزې ارزښت چې ۱۰ ميليونه کرون يا ۱.۱ ميليونه ډالره دی په اوسلو کې يې اعلان وشو.

د دغه سازمان يوه وياند ويلي، چې دا ډېر د خوشالۍ ځای دی او دا يې په ژوند کې لومړي ځل دی چې د خبرو لپاره الفاظ نه لري.

تېر کال د سولې نوبل جايزه د اتوپيا لومړي وزير ابي احمد ته ورکړل شوه. په ۲۰۰۹ کال کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ګټلې وه. په ۲۰۱۴ کال کې بيا د خيبرپښتونخوا ملالې يوسفزۍ د نجونو د زده کړې او د هند کېلاش ستارتي د ماشومانو د حقونو په برخه کې په ګډه کټلې وه.

د سولې نوبل جايزه په نړۍ کې يو له مهمو جايزو ګڼل کېږي او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په "تېرو ۱۲ مياشتو کې يې بشر ته ډېره مرسته او ګټه رسولې وي" دغه جايزه د مخترغ الفرډ نوبل د وصيت له مخې لومړی ځل په ۱۹۰۱ کال کې ور کړل شوې وه.

سږ کال د نوبل سولې جايزې لپاره ۲۱۱ کسان او ۱۰۷ سازمانونه نومول شوي وو.

د نوبل ګټونکی څنګه غوره کېږي؟

هغه کسان چې د نوبل جايزې ته نوماندان ورپېژندلی شي، لکه د ولسي جرګې غړي او د پوهنتنونو استادان اړي دي د خپلې خوښې وړ کانديد هر کال په فبرورۍ مياشت کې د نوبل جايزې کمېټې ته ور وپېژني.

د نوبل جايزې کمېټې غړي هم واک لري د خپلې خوښي وړ نوماندان د جايزې ترلاسه کولو لپاره غوره کړي.

د نوبل جايزې کمېټه چې پنځه غړي يې د ناروې له ولسي جرګې رايې اخلي، د نوماندانو نوملړ ارزوي او له منځه يې له شلو تر دېرشو نوماندان غوره کوي.

د ناروېژي او نړيوالو مشاورانو ډله د وروستي نوملړ په اړه خپل راپورونه وړاندې کوي.

د کمېټې غړي دغو راپورونو او نورو سندونو ته په کتو د نوماندانو نوملړ څو کسانو ته کموي.

د نوبل جايزې د ګټونکي په اړه وروستۍ ناسته کې پرېکړه کېږي چې معمولا د سپټمبر په وروستيو يا د اکتوبر په لومړيو کې ترسره کېږي.

که د کمېټې غړي يه يوه مشخص ګټونکي هوکړې ته و نه رسېږي نو هر هغه نوماند چې د کمېټې د غړو ډېری رايې ترلاسه کړي، د جايزې ګټونکی اعلانېږي.