ټرمپ ایران ته: که څه وکړئ زر برابره سخت ځواب به درکړو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ور کړ که د هېواد د ګټو پرضد یې کوم ګام پورته کړي، زر برابره سخت ځواب به ورکړي.

ډونلډ ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلي، د ځینې رپوټونو له مخې تهران ښايي د امریکا پر وګړو یا ګټو د برید لپاره پلان جوړوي.

ښايي د ولسمشر ټرمپ ټوېټ د پولیټیکو خپرونې د رپوټ غبرګون کې وي.

دې رسنۍ ځانګړي رپوټ کې دعوه کړې چې ایران سوېلي افریقا کې د امریکا سفارت په نښه کول غواړي.

خو د سوېلي افریقا حکومت هم دې رپوټ ته د دوشنبې په ورځ غبرګون کې وویل دا رپوټ ارزوي.

د ډونلډ ټرمپ له ټویټ مخکې د امریکا حکومت د دې رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.

پولټیکو د یوه امریکايي چارواکي له خولې ویلي، ایران په سوېلي افریقا کې د امریکا د سفیر لانا مارکس پر وژلو فکر کوي.

د دې رپوټ له مخې ایران هڅه کوي د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو غچ واخلي چې د تېر کال د ژمي لومړيو کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په بغداد هوايي ډګر کې په نښه کړ.

ښاغلي ټرمپ دوو پرلپسې ټوېټونو کې لیکلي: "د رسنیو د رپوټونو له مخې ایران ممکن د یوې هدفي وژنې یا پر امریکا د ګوزار پلانول غواړي، چې د ترهګر قومندان قاسم سلیماني غچ واخلي، هغه هم د داسې سړي چې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره یې راتلونکي پلانونه جوړول او هم یې کلونه کلونه مرګ او رنځ پیدا کړی و. د متحده ایالتونو پرضد هر ډول برید به د ایران پرضد زر برابره برید سره مخ شي. "

د سوېلي افریقا غبرګون

د سوېلي افریقا څارګره اداره هم دغه هېواد کې د امریکايي سفیر جان انا مارکس د وژلو د پلان په هکله رپوټ ته غبرګون ښيي.

دغه اداره خپل بیان کې زیاتوي، د رپوټ له خپرېدو خبر دي او د دې هېواد او ښکېلو هېوادونو خلکو ته ډاډ ورکوي چې مسله ارزوي.

سوېلي افریقا نور په دې هکله څه نه وايي، خو ټینګار کوي:

"باید پام وکړو چې د تور ډول او یاد شوی ګواښ موږ ته اجازه نه راکوي چې د پلټنو په هکله نورې خبرې وکړو."

ایران څه وايي؟

په دا مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي، د قاسم سلیمان د وژنې دوسیې حقوقي تعقیب روان دی:

"د ایران اسلامي جمهوریت لکه څنګه چې بیا بیا ویلي د سردار سلیماني د مجرمانه او بزدلانه وژنې په تړاو په ټولو کچو نړیوال حقوقي تعقیب روان دی."

د هغه په خبره، "دا ترهګریز ګام نه بښل کېږي او نه هېرېږي. "

د ایران د سپاه پاسدران د بهرنۍ څانګې یا قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د جنورۍ په دریمه په داسې مهال چې د عراق د حشد شعبي دوه مهم قومندانان هم ور سره وو له بغداد هوايي ډګر د وتلو پرمهال د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شول.