د ناروې د پارلمان غړي ولسمشر ټرمپ ته د سولې نوبل جایزې د ورکړې وړاندیز وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د ناروې پارلمان یوه غړي کریسټین تیربرینګ ګیده د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال نوبل سولې جایزې لپاره وړاندیز کړی دی.
هغه ویلي چې خپله د امریکا د ولسمشر پلوی نه دی، خو د اسراییل- متحده عربي اماراتو د اړیکو عادي کولو سره یې د تاوتریخوالي کمولو او سولې زیاتولو لپاره ډېره مرسته کړې ده.
د سپټمبر پر نهمه د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، د اسراییل- متحده عربي اماراتو د اړیکو عادي کولو تړون به راتلونکې اونۍ یا د سپټمبر پر ۱۳ واشنګټن کې لاسلیک شي.
تمه ده چې د دواړو هېوادونو مشران له ولسمشر ټرمپ سره په ګډه دې مراسمو کې ګډون وکړي.
پر ۲۰۱۸ کال هم ښاغلي ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې او د هغه هېواد د اتومي او توغندیز پروګرام د درولو له امله د سولې نوبل جایزې احتمالي نوماند و.
د امریکا حکومت د روان کال فبرورۍ کې له طالبانو سره هم د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکايي ځواکونه افغانستان کې کمېږي او هم د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته لار برابرېږي.
له دې تړون راهیسې طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ نښتې نه دي شوې او همدارنګه په زرګونو امریکايي سرتېري له افغانستان وتلي دي.

د عکس سرچینه، Library of Congress
تراوسه د امریکا متحده ایالتونو څلورونو ولسمشرانو هم د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.
- تیودر روزولټ پر ۱۹۰۶کال او ووډرو ویلسن په ۱۹۲۰ نوبل جایزې ګټلې او سبب یې هم د لومړۍ نړیوالې جګړې ختمولو کې هڅې بلل شوې دي.
- ووډرو ویلسن په ۱۹۲۰ کال دا جایزه ګټلې او سبب یې هم د لومړۍ نړیوالې جګړې ختمولو کې د هغه هڅې بلل شوې دي.
- جیمي کارټر پر ۲۰۰۲ کال او د ولسمشرۍ له دورې شل کاله وروسته دا جایزه د انساني حقونو لپاره د هڅو له امله ګټلې ده.
- بارک اوباما هم پر ۲۰۰۹ کال دا جایزه اخیستې ده.
د کلېنټن د دورې مرستیال ولسمشر الګور پر ۲۰۰۷ کال د ژواک چاپېریال د خوندیتوب په هکله د پوهاوي زیاتولو برخه کې د هڅه په مټ دا جایزه وګټله.

د عکس سرچینه، AFP
اوس د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هغو ډېرو کسانو کې دی چې تمه کېږي د سولې نوبل جایزې ته نوماند شي.
تېر کال هم د سولې نوبل جایزې ته له درې سوو ډېر کسان نوماند شوي وو.
مخکېني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ لومړي دورې پیل کې او په داسې مهال د سولې نوبل جایزه وګټله چې لا هم امریکاي يځواکونه عراق کې په جګړه بوخت و.
د ولسمشر ټرمپ دفتر د ناروې د وکیل د دې غوښتنې په هکله څه نه دي ویلي، خو مخالفانو یې دې جایزې ته د ښاغلي ټرمپ نوماندول یو تبلیغاتي ګام بللی دی.









