په بیلاروس کې څه روان دي؟

په بیلاروس کې پراخ لاریونونه دوام لري چې لامل یې په دغه هېواد کې د وروستیو ټاکنو پایلې دي چې ویل کیږي د اوسني ولسشمر الیکزاندر لوکاشینکو په ګټه په کې درغلي شوې ده.

له یوې اونۍ وروسته، دغه لاریونونه له پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښتل، ګڼ شمېر ادعاوې وشوې چې ګواکې پولیسو له لاریون کوونکو سره زور زیاتی کړی، د دې لاریونونو لړ کې ښځې چې سپینې جامې یې اغوستې او ګلان ور سره وو سرکونو ته راووتلې.

له ټاکنو وړاندې وضعیت څه ډول و؟

په اروپا کې تر ټولو د اوږدې مودې واکمن، ولسمشر لوکاشینکو له ۲۶ کلونو راهیسې د بیلاروس واک په لاس کې لري، دی د هغه وضعیت په ترڅ کې چې د شوروي اتحاد د له منځه تللو په پایله کې رامنځ ته شوی وو، واک ته ورسېد.

د یوه اوتوکرات په توګه، هغه هڅه کړې چې د شوروي اتحاد د مهال کمونستي عناصر وساتي. ډيرې تولیدي کارخونې اوس هم د دولت لخوا اداره کیږي او مهمې رسنۍ حکومت ته ژمنې دي. پیاوړي مخفي پولیس آن تر اوسه هم د کي جي بي په نوم یادیږي.

په ورته وخت کې ښاغلي لوکاشینکو هڅه کړې چې د یوه ډېر هېواد پاله په توګه د خپل هېواد دفاع وکړي او د بهرنیانو له لاس وهنې یې وساتي. همدا عوامل دي چې نوموړی تر اوسه هم د خلکو ملاتړ له ځان سره لري، په داسې حال کې چې د هغه تر واک لاندې ټاکنې هیڅکله آزاده او رڼې نه دي بلل شوې.

خو په وروستیو کې دغه حالت بدلون کړی. مخالف سیاستوال راپارېدلي او خلک د اداري فساد، بې وزلۍ، د کاري فرصتونو د کموالي او کم مُزد په اړه شکایتونه کوي. په ورته وخت کې د کورونا وېروس کړکیچ هم رامنځ ته شوی.

له دې سره هم مهاله، د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې پر مخالفینو محدودیتونه، د دوو نوماندانو بندي کول او له هېواده د بل نوماند تېښته د دې لامل شول چې دری ښځې چې په دغو کمپاینونو کې ښکېلې وې، یو پیاوړی ایتلاف رامنځ ته کړي.

په دغو ټاکنو کې څه وشول؟

په دغو ټاکنو کې یوه نومانده سواتلانا تیخنووسکاوا ده چې د خپل مېړه پر ځای ټاکنو ته ودرېده. دغه ۳۷ کلنه او دوې نورې متحدینې یې د دې لامل شوې چې په دغه هېواد کې د سیاسي وضعیت د بدلون لپاره په زیات شمېر خلک لارو او سړکونو ته راووځي.

د رایې ورکوونې ورځ را ورسېده، په داسې حال کې چې د دغو ټاکنو په اړه پراخې اندېښنې موجودې وې، هیڅ خپلواک څارونکي ټاکنو ته نه وو وربلل شوي. د ډېرو بې نظمیو په اړه مستند شواهد راپورته شول، د انټرنټ بندیدل هم هغه څه وو چې څو ورځې یې دوام وکړ خو له دې ټولو ستونزو سره پایلې اعلان شوې او لوکاشینکو د ۸۰ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی اعلان شو.

د ټاکنو کمیسون په وینا تیخنووسکاوا ۱۰ سلنه رایې ګټلې خو نوموړې یې په اړه سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې رایې په سم ډول نه دي شمېرل شوې او په وینا یې هغې د ټاکنو له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنه رایې ګټلې دي.

له ټاکنو وروسته په هماغه شپه سختې نښتې وشوې چې په پایله کې یې په مینسک او نورو ښارونو کې ۳۰۰۰ کسان ونیول شول. پولیسو پر لاریون کوونکو اوښلن ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې او لاسي بمونه هم واچول، هغه څه چې تر دې وړاندې په بیلاروس کې نه وو رامنځ ته شوي. په نورو شپو کې هم په دغه هېواد کې ۳۷۰۰ نور کسان ونیول شول.

تیخنووسکاوا د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې د ۷ ساعتونو لپاره ونیول شوه او بلاخره اړ کړل شوه چې لیتوانیا ته ولاړه شي.

څه ډول دغه لاریونونه رامنځ ته شول؟

خو دا د هر څه پای نه و. له ټاکنو وروسته د هغو نښتو په اړه چې له پولیسو سره شوې وې، جزیات رابرسېره شول چې پکې پولیسو له تاوتریخوالي کار اخیستی، نیول شوي کسان پکې سخت وهل شوي او له ګڼې ګوڼي ډکو بندخونو ته اچول شوي دي. ډيرو کسانو له خوشي کېدو وروسته پر خواله رسنیو د خپلو ټپونو انځورونه خپاره کړل او روغتیايي مرسته یې وغوښته.

له دغو لاریونونو سره ډير هغه کسان هم یو ځای شول چې په دولتي فابریکو کې په کار بوخت وو.

د دغه وضعیت په اړه د مهم دولتي تلویزون کارکوونکو هم غبرګون وښود او ژمنه یې وکړه چې هغه څه چې حقیقت وي دوی به یې خپاره کړي. له دې وړاندې دغه تلویزون د ټاکنو او لاریون په اړه د حکومت د دریځ په ملاتړ خپرونې کولې.

یو شمېر چارواکو او پولیس افسرانو له دندو استعفا وکړه. په سلواکیا کې د بلاروس سفیر هم له لاریون کوونکو سره خواخوږي وښوده.

خپلو پلویانو ته په وروستي ویډیويي پیغام کې آغلې تیخنووسکاوا د هغه پلان یادوونه هم وکړه چې د واک د لیږد لپاره یې د یوې همغږې کوونکې شورا لپاره جوړ کړی دی، چې په دغه شورا کې به د مدني ټولنو فعالان، د بیلاروس خلک او مختصصین ګډون ولري.

نوموړې د سولییز لاریون غوښتنه کړې او د اګست د ۱۶ نېټې لاریون کې د هغې ګڼ شمیر پلویان د مینسک ښار په زړه کې سره راټول شول، او هغه لاریون یې تر خپلې سیوري لاندې راوست چې د لوکاشینکو د پلویانو لخوا په همدې ورځ پیل شوی و.