جاپان کې د اتومي تباهۍ ۷۵ تلین؛ د عکسونو البوم

۷۵ کلونه پوره شول، چې امریکا د اګست په ۶ مه او ۹ مه د جاپان په هیروشیما او ناګاساکی ښارونو اټوم بمونه وغورځول، چې له امله یې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.

ثبت شوې شمېرې اټکلي دي خو داسې ویل کیږي چې په دغه هوايي برید کې د هیروشیما له ۳۵۰ زره نفوس څخه ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.

همدا راز په ناګاساکي کې هم لږ تر لږه ۷۴ زره کسان ووژل شول.

د دغو بمونو له امله خپرې شوې اټومي وړانګې هم د دې لامل شوې چې وروسته زرګونه نور کسان د دغو وړانګو له امله د ورپېښو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دغو هوايي بریدونو له امله په اسیا کې جګړه پای ته ورسېده او جاپان له کوم شرط پرته اتحادي ځواکونو ته د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۱۴ مه نېټه تسلیم شو.

د ۱۹۴۵ کال د مې په ۷ مه په اروپا کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، متفقینو جاپان ته د جولای په ۲۸ مه وویل چې تسلیم شي، خو له تسلیمېدو پرته ورکړل شوې موده پای ته ورسېده.

د جاپان پر ضد جګړه کې د بریتانیا او همګټو هېوادونو ۷۱ زره سرتیري ووژل شول، چې په دې کې ۱۲ زره هغه بندیان وو چې د جاپان په بندخونو کې مړه شول.

د ۱۹۴۵ اګست په ۶ مه د سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقیقو د امریکا بي ۲۹ ډوله الوتکې چې انولا ګی نومېده پر هیروشیما اټومي بم وغورځاوه.

دا لومړی ځل و چې په جګړه کې له اټومي بم څخه ګټه واخیستل شوه.

خو بیا هم جاپان تسلیم نه شو.

درې ورځې وروسته امریکایانو د جاپان په وخت پر ۱۱ بجو او ۲ دقیقو یو بل اټومي بم پر ناګاساکي ښار وغورځاوه.

ریکو هادا ۹ کلنه وه چې پر ناګاساکي ښار دغه اټومي بم وغورځېد.

هغه له خبریالې لي کارین سټو سره په مرکه کې وویل: "روښانه وړانګې مې تر سترګو شوې، زېړ، خاکي او نارنجي رنګونه سره ګډه وو. دومره وخت مې نه درلود، چې فکر وکړم، دا څه وو. د سترګو په رپ کې هر څه سپین وګرځېدل."

بالاخره جاپان د اګست په ۱۴ مه له کوم شرط پرته تسلیم شو.

په همدې ورځ د امریکا ولسمشر هري ترومان له سپینې ماڼۍ بهر خلکو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه: "دا هغه ورځ ده چې موږ یې له پیرل هاربر څخه وروسته تمه کوله. دا هغه ورځ ده چې بالاخره فاشیزم له منځه ولاړ، لکه څرنګه چې موږ پوهېدو چې همداسې به کیږي."

د جاپان له تلسیمېدو وروسته، په برتانیا، امریکا او اسټرالیا کې دوه ورځې ملي رخصتي اعلان شوه چې خلک پکې د بریا لمانځنه وکړي.

په لندن کې د شاهي کورنۍ غړو د بکینګم د ماڼۍ له کړکیو څخه خلکو ته د خوښۍ لاسونه وښورول.

د جاپان د تسلیمېدو رسمي سندونه د سیپتمبر په دوهمه د توکیو په خلیج کې په یوه جنګي بېړۍ کې لاسلیک شول.

په هیروشیما کې د اټومي بم ګنبزه یو له هغو ماڼیو ده چې له دغه بم روغه پاتې شوې او اوس د یادګار په توګه ساتل کېږي.

دغه ګنبزه د ښار د سولې یادګار په پارک کې موقعیت لري، چې د یونسکو د نړۍ د تاریخي میراث د ځای په توګه هم نومول شوې ده.

د انځورونو د ملکیت په تړاو ټول حقونه خوندي دي.