هغه سینمايي لوبغاړی چې تر ټولو ډېرې پیسې ګټي

د شتمنۍ اړوند فوربز مجله وايي، ډوېین جانسن- چې د راک په نوم مشهور دی- بیا هم د دویم کال لپاره د هغو نارینه فلمي ستورو په سر کې دی چې تر ټولو ډېر کلنی عاید لري.

دې پخواني ریسټلر یا پهلوان د ۲۰۱۹ کال له جون اولې د ۲۰۲۰ کال تر جون اولې نېټې ۸۷،۵ میلیون ډالر ګټلي دي.

په دې کې یې یواځې د رېډ نوټس فلم یوازې ۲۳ نیم میلیونه د نټفلېکس یا انلاین سینما له لارې ګټلي.

نوموړي د راک پروژې په نوم د فیټنیس جامو له برنډ هم پیسې ترلاسه کړې دي.

دوی کې لسو مخکښو لوبغاړو سږ کال په ګډه ۵۴۵،۵ میلیون ډالر ګټلي دي.

د دې پیسو تر څلورمې برخې ډېر د نیټفلېکس له لارې لاس ته راغلې دي.

په رېډ نوټس فلم کې له جانسن سره ملګری لوبغاړی راین ریونالډز بیا دویم کس دی چې ډېرې پیسې ګټي او کلنی عاید یې ۷۱،۵ میلیون ډالره دی.

دریم کس هم لوبغاړی او پروډیوسر مارک والبرګ دی چې ۵۸ میلیون ډالر یې ګټلي دي او بېن افلیک څلورم او وېن ډېزل پنځم نمبر راغلی دی.

اکشې کومار

د هند سینما لوبغاړی اکشې کومار یواځنی بالیووډ ستوری دی چې دې لسو کسانو کې یې نوم راغلی دی.

نوموړی شپږم ځای لري او په کال کې یې ۴۸،۵ میلیون ډالر ګټلي دي.

د فوربز مجلې د رپوټ له مخې هغه دا پیسې تر ډېره د اعلانونو له لارې تر لاسه کړې دي.

د ښځو نوملړ

د ښځو برخه کې د کال د تر ټولو ډېرو پیسو ګټلو ورته نوملړ هم نږدې وخت کې خپرېږي.

تېر کال سکارلټ جانسن د نوملړ سر کې وه او د کال یې ۵۶ میلیون ډالر عاید درلود.

د هغې دا پیسې د تېر کال د نارینه سینمايي لوبغاړو د نوملړ له اووم کس کمې وې.