تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: روسیه په اکتوبر کې په پراخه کچه واکسین پیلوي
د روسیې روغتیا وزیر وايي، د هېواد روغتیايي کارکوونکي یې له اکتوبر میاشتې د کورونا وېروس ضد پراخ واکسین کمپاین پیلولو ته چمتوالی کوي.
د روسیې رسنیو د میخایل موراشکو له قوله ویلي، چې ډاکترانو او ښوونکو ته به په لومړي سر کې واکسین ورکړل شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوې روسۍ سرچینې له قوله ویل شوي، چې په دغه هېواد کې به لومړنی واکسین د روانې میاشتې په پای کې تایید شي.
خو ځینې ماهرین بیا په روسیه کې په دومره بیړه سره د واکسین چمتو کېدو چارې اندېښمن کړي دي.
په امریکا کې د وېروسي ناروغیو ماهر ډاکتر انتوني فاوچي وویل، دی هیله من دی چې روسیه او چین به هر چا ته د واکسین له ورکولو مخکې دا 'رښتیا وارزوي '.
ډاکتر فاوچي وايي، امریکا متحده ایالتونه باید د سږ کال تر پایه (خوندي او ګټور) واکسین ولري.
هند کې بیا د کوویډ - ۱۹ د ۵۷ زره نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.
دا په یوه ورځ کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس ښکار شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د مهاراشرا ایالت مرکزي ښار ممبۍ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر تر ټولو ډېر بلل شوی دی.
د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر له پلوه بیا له امریکا او برازیل وروسته مکسیکو دریم ځای ته رسېدلی دی.
په مکسیکو کې اوس د کوویډ - ۱۹ ثبت شویو ناروغانو شمېر ۴۲۴۶۳۷ تنو ته رسېدلی او د همدې ناروغۍ له کبله په مکسیکو کې ۴۶ زره ۶۸۸ کسان مړه شوي دي.
له دې مخکې د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر له پلوه برتانیا دریم ځای درلود. په برتانیا کې د جمعې تر ورځې پورې د دغې ناروغۍ له کبله ۴۶ زره ۲۰۴ کسان مړه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا د نړېوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا اغېزې به ان په راتلونکو څو لسیزو کې هم احساسېږي.
په مکسیکو کې مخکې ځايي چارواکو ویلي و، دوی فکر کوي چې د کورونا وبا له کبله به د مړینې شمېر له هغه ډېر وي، چې اعلان شوی دی.
د جرمني په پلازمېنه برلین کې بیا نن (شنبه)زرګونه کسان د هغو محدودیتونو پر ضد د احتجاج لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو، چې د کورونا وبا مخنیوي لپاره لګول شوي دي.
احتجاجیانو د دغو محدودیتونو په لړ کې د مخ پټول د خلکو د ازادۍ حق تر پښو لاندې کول وبلل. لاریون سوله ییز وو، خو خورا لږ ګډونوالو یې پر مخونو ماسکونه تړلي وو او تر ډېره حده یې ټولنیز واټن نه وو مراعت کړی.
هلته د ویتنام داننګ ساحلي ښار چارواکو له قوله ویل شوي، چې د ښار ټول اوسېدونکي به د کورونا وېروس له معایناتو تېر شي.
ځايي چارواکو دغه پرېکړه له هغه وروسته وکړه، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغان د همدې ښار اړوند ثابت شول.
په ویتنام کې اوس د کوویډ - ۱۹ ټولو ناروغانو شمېر ۵۸۶ تنو ته رسېدلی دی. په داننګ ښار کې نژدې یو اعشاریه یو میلیون کسان ژوند کوي.