تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتیا نړیوال سازمان: د ځوانانو ناپامۍ له کبله د کورونا وېروس پېښې په ډېرېدو دي
د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر هانس ګلوګ وايي، پر کوویډ - ۱۹ ناروغۍ د ډېری ځوانانو اخته کېدل ښايي په اروپا کې د وېروس بېرته خپرېدو لامل وي. له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي وویل، روغتیايي چارواکي باید په لا غوره ډول د ټولنې له ځوان کول سره اړیکه کې واوسي.
نوموړی وايي:
''موږ ته رسېدلي ډېری رپوټونه ښيي چې د ناروغانو ډېر شمېر ځوانان دي، زما لپاره دا اشاره کافي ده، چې د (خوندیتوب چارو کې) د لا ډېرو ځوانانو ګډون په هکله له سره باید غور وشي. ''
نوموړی وايي، د دوو پېغلو نجونو د پلار په حیث پوهېږي، چې ځوانان غواړي له دوبي خوند واخلي، خو په وینا یې:
''دوی د ځان لپاره، د خپلو مېندو، پلرونو لپاره، د نیکونو او اناګانو لپاره او د ټولنې لپاره یو مسوولیت لري او موږ پوهېږو چې څنګه باید د روغتیا لپاره مثبت عادتونه خپل کړو، نو راځئ د معلوماتو له فرصته ګټه واخلو. ''
بل لور ته د کورونا وېروس له کبله هوايي سفر ته د خلکو لېوالتیا کمېدو ته په کتو سره الوتکه جوړوونکي شرکت بوینګ ویلي، د یو شمېر جیټ ډوله الوتکو تولید کموي.
بوینګ دغه اعلان د دوه اعشاریه څلور میلیارده عاید له کمېدو وروسته کوي. روانه میاشت د برتانیا هوايي شرکت برټش ایرلاینز وروستی هغه و، چې اعلان یې وکړ، خپلې ټولې بوینګ ۷۴۷ ډوله الوتکې د مسافرو نشتوالي له کبله کېنوي. دغه ډول الوتکې د برتانیا ټولټال الوتکو لس سلنه برخه جوړوي.
د اسټرالیا قنټاس هوايي شرکت د فعالیت له پنځوس کلنۍ سره سم له دې مخکې خپلې جیټ الوتنې درولې دي.
په هند کې حکومت تېره میاشت د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره سره د کورونا مخنیوي محدودیتونه نرموي.
دې لړ کې د شپې لخوا پر ګرځېدو، راګرځېدو بندیز لېرې کېږي او راتلونکې اونۍ به ورزشي کلبونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي، خو ښوونځي، پوهنتونونه او سینماګانې به د اګست تر پایه تړلي پاتې شي.
هند کې د کورونا وېروس ښکار کسانو شمېر یو اعشاریه پنځه میلیونه تنو ته رسېږي، چې دا له امریکا او برازیل وروسته په یوه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو تر ټولو ډېر شمېر دی. تر اوسه ۳۴ زره ۵۰۰ کسان په هند کې د همدې وېروس له کبله مړه شوي دي.
د برتانیا په لیډز کې بیا د عامه ځایونو پاکولو او کورونا وبا مخنیوي لپاره له روباټونو کار اخیستل کېږي.
د لیډز پوهنتون ماهرین دا تجربه په دې موخه کوي، چې ښايي روباټونه په غوره ډول د وېروس خپرېدو مخنیوی وکړي او خلک او صفاکاران پر وېروس له اخته کېدو وژغوري.
دغه روباټونه چې د لویو پلونو ارزونې لپاره طرح شوي، اوس د مصنوعي ځېرکتیا او کمپیوټري تکنالوژۍ له استعمال سره هغه ځایونه مومي چې معمولاً پاکولو ته اړتیا لري او میکروب ضد مواد پرې شیندي.