تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا متحده ایالتونو کې کورونا وېروس نژدې څلور میلیونه کسان اغېزمن کړي
په داسې حال کې چې امریکا د کورونا وېروس له کبله د نړۍ تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی، د کورونا وېروس ښکار کسانو شمېر پکې څلور میلیونو ته نژدې شوی دی.
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر ۱۴۳ زره تنو ته رسېدلی دی. د رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي رپوټ کې ویل شوي، امریکا کې هر ساعت کې ۲۶۰۰ نوي ناروغان ثبت کېږي، چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
نیویارک چې په امریکا کې دننه تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه بلل کېږي، د همدې ناروغۍ له کبله د مړینې شمېر هم پکې تر ټولو ډېر دی.
خو د ناروغانو شمېر بیا دا وروستیو کې د فلوریډا او ټکساس غوندې سویلي ایالتونو کې ډېر شوی دی. د نفوس له له پلوه د امریکا تر ټولو ګڼ مېشته ایالت کالفورنیا د کوویډ -۱۹ ناروغانو د شمېر له پلوه هم تر نیویارک مخکې شو.
'ماشومان باید ماسک و نه کاروي'
په انګلستان کې د عامې روغتیا ادارې خلکو له خلکو غوښتي چې کوچنیانو ته ماسک ور و نه تړي، ځکه د روغتیا پالانو په وینا د زیندۍ کېدو یا ساه بندي خطر لري.
دا خبرداری له هغه وروسته خپور شوی، چې ویل کېږي په یو شمېر دکانونو کې او په انلاین له لارې د ماشومانو لپاره ماسکونه او د مخ پټولو نور توکي پلورل کېږي. د جمعې له ورځې په انګلستان کې د ماسک کاروول جبري کېږي، خو له دریو کلونو کم عمره ماشومان له دې امره مستثنا دي.
سیلانیانو ته له سیمې د وتلو امر
هلته د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد او ګلیات سیمو کې ځايي چارواکو سیلانیانو ته امر کړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې باید له سیمې ووځي. صوبايي حکومت پر سیلګرۍ بشپړ بندیز لګولی دی.
په سیمه مې د یو شمېر سیلانیانو د شتون له رپوټونو وروسته ځايي چارواکو د هوټلونو څښتنانو ته امر کړی، چې باید په ۲۴ ساعتونو کې سیلانیان له خپلو ودانیو وباسي.
د پاکستان فدرالي وزیر اسد عمر په کوټه کې له کورونا وبا سره د مبارزې مرکز کې د وینا پر مهال وویل، راتلونکې دوې اونۍ د کورونا وبا لړ کې خورا مهمې دي.
د نوموړي په وینا که په دې دوو اونیو کې احتیاط و نه شي، خورا دروند زیان سره به مخامخ شو: تر اوسه مو چې د کورونا پر ضد څومره بریالیتوب ترلاسه کړی، پر ځای ساتلو لپاره یې نورو هڅو ته اړتیا ده.))
د وېروس پرتله ډېر خطرناک امنیتي ځواکونه
یوګانډا کې د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین پلي کولو لړ کې امنیتي ځواکونو له ادعا سره سم ۱۲ کسان په ډزو وژلي دي. په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله تر اوسه څوک نه دي مړه شوي، خو رپوټونو کې ویل کېږي، ۱۰۰۰ کسان پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته دي.
د لرغونې زمانې جنګیالو په جامه کې له کورونا سره جګړه
د سویډن په ګوټلنډ ټاپو کې بیا یوې ډلې د منځنیو پېړیو د نائټس یا اتلو جنګیالو په کالیو کې د کورونا پر ضد جګړه اعلان کړې.
د اتو کسانو دغې ډلې چې د پخوا زمانې د جنګیالو غوندې کالي یې پر تن دي، بنرونه په لارو کوڅو کې ګرزوي، چې پرې لیکل شوي:
''موږ په شریکه مسوولیت پر غاړه اخلو. ''
دوی خلک هڅوي چې و نه ډار شي او د ټولنیز واټن لارښوونې عملي کړي.
د پروژې مشر لینارټ بورګ رویټرز خبري اژانس ته وویل:
''درې پیغامونه لرو او هغه دا دي: له یوه بله لېرې اوسئ، لاسونه مو بیا بیا ووینځئ او که ناروغي محسوسوئ، په کور کې پاتې شئ. ''