هغه ټاپو چې نجونې پکې د واده لپاره تښتول کېږي

په اندونېزیا کې چارواکو ژمنه کړې چې په لرې پراته سومبا ټاپو کې به د واده لپاره د ښځو اختطاف جنجالي دود له منځه وړي. دا ژمنه وروسته له هغه شوې چې د یوې تښتول شوې مېرمنې ویډیو د هېواد په کچه بحثونه راپورته کړل.

سېترا د همدې دود یوه قربانۍ ده. د هغې له تښتولو وړاندې هغې فکر کاوه چې دا یوې کاري غونډې ته بلل کېږي.

دوه تنه چې ادعا یې کوله ځايي چارواکي دي سېترا ته یې وویل، د هغې پروژې لپاره پیسې ورکوي چې دا یې یوه ځايي اداره کې مسووله ده.

دا هغه مهال ۲۸ کلنه وه او په پيل کې یو څه په اندېښنه کې شوه چې څنګه له دوی سره یوازې ولاړه شي خو په خپل کار کې د پرمختګ لپاره یې دا اندېښنه له پام وغورځوله.

یو ساعت وروسته دې کسانو وویل، غونډې ته به یوه بل ځای کې دوام ورکړي، نو سېترا ته یې وویل چې د دوی موټر ته پورته شي چې د غونډې نوي ځای ته لاړ شي.

خو دې ټېنګار درلود چې هغه ځای ته به په خپل موټر سایکل ولاړه شي. کلي یې موټر سایکل کې ورکوله چې ناڅاپه څو کسانو ونیوله.

سیترا وايي لاس، پښې یې ووهل او چیغې سورې یې وکړې، خو دوی موټر ته پورته کړه، موټر کې دوه کسانو ونیوله او پوه شوه چې څه پېښېږي.

دا د دې لپاره وتښتول شوه چې یو چا ته واده کړل شي.

د ناوې تښتول یا په سیمه ییزه لهجه کې kawin tangkap یانې د ښکار واده، په سومبا ټاپو کې یو جنجالي دود دی چې له مخې یې ښځې د کورنۍ غړو او یا د هغه کس د ملګرو لخوا تښتول کېږي چې غواړي له دې ښځې سره واده وکړي.

که څه هم د ښځو د حقونو مدافعینو د دې دود د منع کولو غوښتنې کړې خو د سومبا ټاپو په ځینو برخو کې لا هم شته.

وروسته له هغه چې د واده لپاره د تښتونې د دوه پېښو ویډیوګانې پر خواله رسنیو خپرې شوې، مرکزي حکومت د دې رواج د پای ته رسولو هوډ وکړ.

داسې وو لکه زه چې مړه کېږم

موټر کې او یوه کور ته له رسېدو وړاندې سېترا خپلو ملګرو او مور پلار ته مسیج وکړای شو. دا وروسته پوه شوه چې تښتوونکې کورنۍ یې دپلار له پلوه لرې خپلوان دي.

" هلته ډېر کسان منتظر وو، زموږ له رسېدو سره دوی زنګ وکړنګاوه او مراسم یې پيل کړل ".

د اسلام او عیسویت ترڅنګ یو بل لرغونی دین په سومبا ټاپو کې شته چې ماراپو یې بولي او ډېر پلویان لري.

د دوی د عقیدې له مخې په نړۍ کې د توازن ساتلو لپاره په مناسبتونو او قربانیو ارواح خوشالېږي:

سېترا وايي " په سومبا کې خلک عقیده لري چې کله مو اوبه پر تندي ولګېږي نو بیا له دې کور نه شې وتلی، زه ښه متوجه وم نو کله چې دوی دا هڅه کوله په وروستۍ شېبه کې په شا شوم او اوبه مې په تندي ونه لګېدې".

تښتوونکو ورته بیا بیا ویل چې د مینې او د دې لپاره یې را وستې چې واده ته غاړه کېږدي:

"ما ډېر وژړل، تر دې چې ستونی مې وچ شو. ځان مې پر ځمکه وغورځاوه . د موټر سایکل کلي مې په خپله خېټه په زور وهله تر دې چې شنه شوه. سر مې د لرګي له لویې پایې سره وواهه. ما غوښتل دوی پوه شي چې زه دا نه غواړم. ما ویل چې پر ما یې زړه وسوځي".

سېترا وايي ټوله شپه یې ژړل، خوب یې ونه کړ او داسې احساس یې کاوه چې نوره مري.

هغې د تښتوونکو کور کې هیڅ ونه څښل او نه یې څه وخوړل، سېترا فکر کاوه چې د دوی تر اغیز لاندې را نه شي:

"که ما د دوی خواړه خوړلي وای نو دا به په دې مانا وو چې واده ته مې غاړه کېښوده".

د سېترا خور خواړه او اوبه په پټه هغې ته ور رسول، ورته وخت کې یې کورنۍ د ښځو حقونو د فعالانو په مرسته د کلي له مشرانو او تښتوونکو سره د هغې د خلاصولو په اړه خبرې کولې.

خبرې اترې ځای نه لري

د ښځو حقونو فعالې ډلې ( پېروتي ) په تېرو څلورو کلونو کې د واده لپاره د ښځو د تښتولو دا ډول اووه پېښې مستندې کړې او وايي د دې ټاپو په نورو لرې سیمو کې دا ډول نورې ډېرې پېښې شوې دي.

د سېترا په ګډون درې مېرمنې ازادې شوې او د هغو دوه تازه پېښو له ډلې چې ویډیو یې په جون کې خپره شوې یوې واده ته غاړه اېښې ده.

د پیروتي ټولنې ځايي مشره اپریسا تارانو وايي دوی ځکه واده ته غاړه کېښوده چې بله لار یې نه لرله.

نوموړې وايي د ( ښکار واده ) کله، کله د یوه عادي واده بڼه خپلوي او ښځې د خبرو اترو موقف کې نه وي.

تارانو وايي هغه مېرمنې چې د تښتوونکو له کور بېرته ولاړې شي او له دې حالت ځان وژغوري ډېر کله بدنامېږي:

"دا شرم بلل کېږي او خلک وايي له دې ښځې سره به څوک واده ونه کړي او نه به ماشومان ولري. نو ښځې له همدې امله پاتې کېږي" .

سېترا همدا خبره کړې وه، خو اوس خاندي او د درې کاله وړاندې د دې پېښ شوي مصیبت په اړه وايي: "د خدای شکر دی ما له خپل ملګري سره واده کړی او یو درې کلن ماشوم هم لرو" .

د دې دود د ناقانونه ګرځولو ژمنې

ځايي مشر او تاریخ لیکونکی فرانس وورا هېبي وايي چې دا دود د سومبا ټامپو د غني کلتور برخه نه ده او هغو کسانو رامنځته کړی چې غواړي په زور ښځې ځان ته واده کړي.

دی وايي د چارواکو او مشرانو له خوا د کوټلو ګامونو نه اخیستل د دې دود د دوام لامل دی:

"د دې پرضد کوم قانون نشته، یوازې کله کله هغه کسان د ټولنې له خوا ملامت بلل کېږي چې دا رواج کوي خو له قانوني او کلتوري پلوه یې مخنیوی نه کېږي" .

په ملي کچه له غږ پورته کولو وروسته د سومبا ټاپو مشرانو د روانې میاشتې په لومړیو کې په یوه ګډه اعلامیه کې دا دود ختم کړ.

د ښځو د ملاتړ چارو وزیرې بینتانګ پوسپایوګا له پلازمېنې جکارتا د دې رواج ختمولو مراسمو کې د ګډون لپاره دغه ټاپو ته ورغله.

هغې رسنیو ته وویل، له ځايي چارواکو او مذهبي مشرانو یې واورېدل چې د واده لپاره د تښتولو رواج په واقعیت کې د سومبا د کلتور برخه نه ده.

هغې ژمنه وکړه چې دا اعلامیه د حکومت د هڅو پیل دی چې د دې په وینا د ښځو په وړاندې د زور زیاتي دا دود له منځه یوسي.

د حقونو ملاتړې ډلې د دې ګام هر کلی کړی خو دا یې په یوه اوږده لار کې یوازې یو ګام بللی .

سېترا وايي خوشاله ده چې حکومت اوس دې مسلې ته پام اړولی او هیله لري چې نورې مېرمنې هغه کړاو ونه ویني چې دا ورسره مخامخ شوې وه:

"ښايي د ځینو لپاره به دا له پخوانیو را پاتې یو دود وي خو یو ډېر پخوانی رواج دی چې باید پای ومومي، ځکه دا ښځو ته ډېر زیان رسوي".