هر شوکمار ته د کلاشنیکوف سپارلو بدل کې دوې غواوې

د نایجېریا شمال لوېدیځ زامفارا ولایت کې چارواکو هغو لار وهونکو ته چې له غلا لاس په سر شوي ویلي چې حکومت ته د هر کلاشنیکوف سپارلو بدل کې به دوه غواوې ورکړي.

د زامفارا والي بیلو ماتاوالي ویلي، دا کار یې د شوکمارو د هڅولو په موخه کړی چې له جرمونو لاس واخلي او د عامو وګړو په څېر عادي ژوند ته راوګرځي.

په یاده سیمه کې وسله وال غله او شوکمار د موټرسایکلونو په مټ دولت وېروي.

د فولاني قبیلې د غواوو پوونده هم په وروستیو کې په بریدونو تورن شوي. د دوی یوازنۍ شتمني غواوې دي.

خو فولاني قبیله دا تورونه نه مني او وايي چې دوی خپله هم د بریدونو قربانیان دي.

د بي بي سي خبریال منصور ابو بکر وايي، د نایجېریا په شمال کې د یوې غوا بیه کابو ۱۰۰ زره نایره (ځايي پولي واحد) ده، چې له ۲۶۰ ډالرو سره برابره ده، خو په تور بازار کې د یوه کلاشنیکوف AK-47 بیه تر ۵۰۰ زرو نایرو (۱۲۰۰) ډالرو رسېږي.

ماتاوالي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "دغو غلو اوس توبه ایستلې ده، لومړی یې د کلاشنیکوفونو اخیستو لپاره خپلې غواوې خرڅې کړې وې او اوس یې چې له جرم لاس اخیستی، ترې غواړو چې خپلې وسلې راوسپاری او په مقابل کې یې دوه غواوې ترلاسه کړي."

په ګاونډي ولایت کې هم د ځینو خلکو شتمنۍ لوټل شوې دي.

دوی تر ډېره پر پلورنځیو بریدونه کوي، مالونه غلا کوي او خلک برمته کوي او د خوشي کولو مقابل کې یې پیسې غواړي.

په زامفارا کې د وسله والو ډلو وروستي برید لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژلي.

په تېره یوه لسیزه کې، د نایجېریا په کیبي، سوکوتو او زامفارا ولایتونو کې تر ۸ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

هلته تر ډېره د اصلي اوسېدونکو فولاني پوونده او نورو کروندګرو ترمنځ نښتې روانې دي.

د زامفارا د اوسېدونکو اصلي کاروبار کرنه ده او د دې ولایت شعار هم "کرنه زموږ ویاړ" دی.