د 'زمري او ښامار' تړون؛ چین او ایران د امریکا مقابل کې؟

    • Author, مانیټورېنګ
    • دنده, بي بي سي

د زمري او ښامارن تړون هغه سرلیک دی چې د ایران جوان ورځپاڼې د ایران او چین ترمنځ ۲۵ کلن ستراتیژيک تړون ته کارولی دی.

د دې تړون جزیات لا اعلان شوي نه دي او له اوسنۍ ګونګتیا سره سره کارپوهان او خلک په دې تړاو نظر څرګندوي او داسې ښکاري چې خلک تر ډېره دې تړون ته هیله من نه دي.

د دا ډول تړون لومړنۍ خبرې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر ۲۳ او ایران ته د چین د ولسمشر شي جن پینګ له سفر سره هممهال په ګډه بیانیه کې را پورته شوې.

د تسنیم خبري اژانس د رپوټ له مخې د دې تړون شپږمه ماده وايي، چې دواړو هېوادونو د انرژۍ، بېخ بنسټو یا زېربناوو، صنعت او ټیکنالوجۍ برخه کې د همکارۍ او اړیکو زیاتولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د ټولنیزې همکارۍ د ۲۵ کلن تړون د ترلاسولو لپاره اړینې خبرې او سلا مشورې وکړي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي هغه مهال د چین له ولسمشر سره لیدنه کې "د ځینې هېوادونو په تېره امریکا متحده ایالتونو د برترۍ غوښتنې سیاست" ته په اشاره وویل:

"له یو بل سره همکارۍ ته د خپلواکو هېوادونو د لېوالتیا دلیل همدا وضعیت دی او د ایران او چین ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ ۲۵ کلن تړون هم باید د دواړو لورو له خوا په دې چوکاټ کې په جدیت سره تعقیب شي".

د ایران پر مذهبي مشر سربېره د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني هم بیا بیا د امریکا د بندیزونو مقابل کې له ایران د چین ملاتړ بیا بیا ستایلی دی.

د جون پر ۲۱ د ایران ولسمشر کابینې ته وویل، دا همکاري د دواړو هېوادونو لپاره مناسب چانس دی چې په بنسټیزو او بېخ بنسټو پروژو کې ګډون وکړي.

هغه دا هم وویل، چې له مقابل لوري سره د خبرو بشپړولو دنده یې د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته سپارلې ده.

د انرژۍ برخه کې همکاري

اقتصادپوه علي اصعر زرګر له ایلنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د ایران، چین او روسیې ترمنځ تېلي همکاري به د انرژۍ، اقتصادي او پوځي امنیت سبب شي.

"د چینایانو سیاست د داسې هېوادونو غوره کول دي چې د نورو هېوادونو نفوذ پرې نه وي. ځکه ایران په خپلواک ډول له چین سره مرسته کولی شي. له بلې خوا چین زموږ ځینې پروژو کې ګډون کړی او هم ښکېلاکي(استعماري) تمې نه لري. په دې سبب دا تړون دواړو هېوادونو ته ګټه رسولی شي".

هغه دا هم وویل، چې په عراق کې د ایران شتون په ودانیزو یا عمراني پروژو کې د چین په ګټه تمامېدلی شي.

د ښاغلي زرګر په خبره، د انرژۍ سرچینو ته د چین او ټیکنالوجۍ او پانګونې ته د ایران اړتیا دا تړون ډېر ګټور کوي.

چین او ایران د امریکا په مقابل کې

جوان ورځپاڼه یوه شننه کې وايي، د دا ډول تړون لپاره دا غوره وخت دی، ځکه امریکا د چین مقابل کې د "کمزورۍ" احساس کوي او چین د ځان لپاره "ګواښ" بولي.

دا ورځپاڼه دغوه کوي چې سمونپالي او لوېدیځ ځپلي روڼ اندي د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختیا خنډ دي.

د دې ورځپاڼې په خبره، د چین اقتصادي او پوځي ځواک او د امریکا ضد سیاست د دې تړون لپاره ښه دلیلونه دي او د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف له خولې لیکي:

"موږ بیا بیا د ایران او چین په اړیکو کې د لاسوهنې په ګډون د هېوادونو په حکومتولۍ او خپلواکۍ کې د ډونلد ټرمپ د حکومت لاسوهنه وینو، ځکه له چین سره سیمه ییزه او نړیواله همکاري ضروري ده او ډډه ترې کېدلی نه شي".

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي د جون پر ۲۳ وویل، چې د دې تړون مسوده تیاره ده او زیاته یې کړه: "دا تړون ثابتوي چې د ایران د ګوښه کولو او نړیوالو اړیکو پرې کولو لپاره د امریکا سیاست ماته خوړلې ده".

د ایران سیاست کې بدلون؟

خبریال احمد زید ابادي په دې باور دی چې دا پرېکړه ختیځ ته د ایران د څرخېدو په مانا نه ده.

هغه زیاتوي له دې تړون د ایران هدف نړیوالو لوبو ته وتل او له تېر ۴۰ کلن سیاست سره مخه ښه ده.

نوموړی له نورې نړۍ سره د چین ټیکاومنو اړیکو ته په اشاره وایي، بېجینګ د ایران، سعودي او اسراییل په ګډون د سیمې له هېوادونو سره ښه اړیکي غواړي:

"دا په داسې حال کې ده چې د ایران په باور اسراییل باید له منځه لاړ شي او دا سیمه ییز سیاست یې له امریکا او ملګرو سره د ټول اختلاف جرړه جوړوي".

نوموړی باوري دی چې دا تړون به سیمه کې د ایران سیاست بدل کړي او د چین د سیاست پر لار به ګام کېږدي.

خو بیا هم په دې شک لري چې ایران د اروپا او امریکا د وېرولو او د بندیزونو مقابل کې د دریځ بدلولو لپاره له ختیځ بلاک سره د یو ځای کېدلو پرېکړه کړې او که په دې دلیل چې بله لار یې نه درلوده او دا تړون تر ټولو ارځانبیه غوراوی و.

ولې پټول؟

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژا د جون پر ۲۷ ګیلان ولایت کې د وینا پر مهال وویل: "د ایران د ملت ارادې او غوښتنو ته له پام پرته او د ملت او هېواد له ګټو سره ټکر کې له بهرنیو لورو سره هر ډول تړون اعتبار نه لري".

نوموړي په هغه څه نیوکه وکړه چې د دې تړون "ګونګتیا" او په دې تړاو "د حقایقو پټولو ته د چارواکو میلان" یې بولي. ښاغلي احمدي نژاد له حکومت وغوښتل چې ملت د دې سند له منځپانګې خبر کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي دې خبرو ته غبرګون کې وویل:

" دا وزارت ښايي چین کې له تصویب وروسته دا سند خپور کړي".

هغه دا هم وویل، چې تړون کې ګونکوالی یا ابهام نشته.

خو اقتصادپوه محسن شریعتي نیا دا تړون د ختیځ په لور د ایران نرمښت ښيي.

د هغه په خبره، دا "لار نقشه" داسې ستراتیژيکه همکاري ده چې له اتحاد سره توپیر لري.

د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو نظریې، سیاست او اساسي قانون د "اتحاد" اجازه نه ور کوي.

د ایرانیانو غبرګون

ایرانیان دا مهال خواله رسنیو کې پر دې تړون سخت غوسه دي او د چین د ښکېلام سرچینه یې بولي.

د خواله رسنیو د کارنو دا هشتګ(#iranNot4SELLnot4RENT) په یو وار ۱۷ زره شریک شوی

د ترکمنچای- چیني هشتګ هم لس زره ځلې ټویټ شوی، چې د ترکمنچای تړون او د روسیې امپراتورۍ ته د ایران د لویې برخې سپارلو ته اشاره کوي.