تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان په تاریخ کې لومړنۍ ډګرجنراله
"که تاسو د کوم اسلامي یا مخ پر وده هېواد نوم واخلئ، هغو کې به یواځنی پاکستان وي چې دوه ښځې پکې جنرالۍ ته رسېدلې دي".
دا د ډاکټر نګار د څو کلونو پخوانۍ مرکې خبرې دي، چې نوموړې پکې متقاعدې تورنجنرالې شاهده ملک او متقاعدې تورنجنرالې ډاکټر شاهده باشاه یادولې.
خو اوس هغه خپله د پاکستان لومړنۍ ډګر جنراله شوې او ور سره پاکستان کې لومړنۍ سرجن جنراله ګومارل شوې ده.
د پاکستان پوځ هم په دې تړاو یوه ټوېټ کې ویلي: "تورنجنراله نګار جوهر ډګرجنراله شوه، هغه لومړنۍ مېرمن ده چې ډګرجنراله کېږي. دا افسره د پاکستان د پوځ لومړنۍ سرجن جنراله هم ګومارل شوې ده."
ډګرجنراله ډاکټر نګار جوهر خان د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې یا ولسوالۍ د پنجپیر ده.
نوموړې راولپنډۍ کې له لومړنیو زدکړو وروسته پر ۱۹۸۵ کال له پوځي طبي کالج فارغه شوه.
هغې پوځ کې د طبي برخې منجمنټ یا اداري څانګه کې کار کړی دی.
نوموړې د طبي مدیریت برخه کې پرمختللې زدکړې د پاکستان یوه پوځي انستیتیوت کې وکړې او پر ۲۰۱۵ کال یې سند ترلاسه کړ.
کله چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه راولپنډۍ کې د قول اردو قومندان و، هغه وخت ډاکټر نګار جوهر د جیلم سي اېم اېچ کې کمانډېنګ افسره وه چې مهمه دنده بلل کېږي.
ډاکټر نګار جوهر پر ۲۰۱۷ کال تورنجنرالۍ ته ورسېده او د پاکستان پوځ کې دریمه مېرمن شوه چې دا رتبه یې ترلاسوله.
ډګرجنراله ډاکټر نګار جوهر ته د پوځ طبي برخه کې موور وایي؛ داسې څوک چې کله یې هم خپله دنده ځنډولې نه وي.
د راولپنډۍ پوځي روغتون کې د هغې تر لاس لاندې یو ډاکټر وايي: "کله چې جنرال نګار دفتر کې وي، د څلورو سړیو کار کوي. هغه مسلکي ژوند کې سخت کار کولو سره مشهوره شوې ده".
د پاکستان د پوځ طبي برخه کې د افسرانو پرمختګ یا رتبې زیاتېدل د پوځ تر نورو څانګو د سختې سیالۍ له امله ډېر ستونزمن بلل کېږي.
دا هم ویل کېږي چې دې برخه کې نارینه ډاکټران تر ښځو څو وارې ډېر دي او دې سره د ښځو پرمختګ ته خنډ جوړېږي.
خو د ډګرجنرالې نګار جوهر دنده بل ډول ښکاري او ویل کېږي کله چې د جیلم پوځي روغتون کې مشره چارواکې وه، نو له هند سره پر کنټرول کرښه یې د ټپیانو درملنه کوله.
د ډګرجنرالې نګار جوهر پلار هم د پاکستان پوځ کې و او مېړه یې هم د جګړن په توګه له دې پوځ متقاعد شوی دی.
د پاکستان په تاریخ کې لومړنۍ تورن جنراله ډاکټر شاهده ملک او ور پسې شاهده بادشاه دویمه مېرمن وه، چې تورن جنرالۍ ته ورسېدې او بیا تقاعد شوې.