ترکیه د استانبول ایاصوفیا په جومات بدلوي؟

    • Author, مانیټورېنګ
    • دنده, بي بي سي

د ترکیې استانبول کې تاریخي ودانۍ ایاصوفیا ته وروستیو اونیو کې پام ور اوښتی، ځکه ګنګوسې دي چې ترکیه غواړي د مسلمانانو په عبادتځي یې بدله کړي.

د ترکیې حکومتي شورا د جولای په دویمه پرېکړه کوي، چې ایاصوفیا په موزیم او که د مسلمانانو د جومات په نوم یې پرانیځي.

د ترکیې حکومتي شورا د اداري محاکمو پرېکړو ته د رسېدګي وروستۍ مرجع ده.

ایاصوفیا د بېزانس امپراتورۍ پر مهال پر ۵۳۷ میلادي کال د یوناني ارتدکس اسقفي کلیسا په نوم جوړه شوه.

پر ۱۴۵۳ کال چې عثمانانو استانبول سوبه وکړه، نو ایاصوفیا کلیسا یې پر جومات بدله کړه او پر ۱۹۳۵ کال چې ترکیه کې جمهوریت اعلان شو، حکومت دا ځای په موزیم بدل کړ.

پر جومات د یونیسکو د دغه نړیوال میراث پر بدلولو له کلونو راهیسې بحث کېږي، خو ډېری څارونکي اوس باوري دي چې دا ځل مسله توپیر کوي.

درې اونۍ مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومتي چارواکو او د عدالت او پراختیا ګوند غړو سره وویل: "ایاصوفیا کې مراسم جوړېدلی شي، د جمعې لمونځ هم کېدلی شي، زموږ دیندار ملت به په دې هکله پرېکړه کوي."

پخوانۍ غوښتنه

ښي لاسي له څو لسیزو راهیسې پر جومات د ایاصوفیا بدلېدل غواړي.

د اناتولي ځوانانو ټولنې وروستیو کلونو کې د دې موزیم شاوخوا ته لمونځ کولو سره دا شعار هم ور کړی چې "ځنځیرونه باید مات وشلېږي".

د لېبرال کرار ساتنپالې ورځپاڼې خبریال ییلدایرای اغور د جون پر ۶ ولیکل، "ایاصوفیا کې لمونځ لږ تر لږه ۵۵ کاله مخینه لري". اغور زیاتوي: "اول ځل پر ۱۹۶۵ کال له دې مسلې سیاسي کار واخیستل شو، دا هغه وخت و چې د عدالت ښي ګوند د یونان او قبرس د سیاست غبرګون کې رسمي وویل، چې ایاصوفیا په جومات بدلوي، خو کله چې عدات او پراختیا ښي ګوند پر ۲۰۰۲ کال د اردوغان په مشرۍ واک ته ورسېد، نو دا موضوع یې خپل کار کې ګډه کړه".

وروستیو کې د ۲۰۱۹ کال مارچ کې دې مسلې "سیاسي اړخ" پیدا کړ او اردوغان ته خبرداری ور کوي چې د ایاصوفیا څنګ ته ابي جومات له عبادتګرو ډکول "نقشه" ده.

د مۍ په ۲۹ استانبول کې د عثمانیانو د بریالیتوب لمانځو لپاره د جمعې لمونځ سره نوی ګومان پیل شوی یو نادولتي سازمان پرلپسې هڅه کوي چې حکومت دا ځای په موزیم بدل نه کړي، خو سږ کال یې چارواکو د دې غوښتنې تود هرکلی وکړ.

د "حریت'' ورځپاڼې وتلی خبریال عبدالخدیر سلوي وایي، رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند له چارواکو غوښتي چې د مسلمانانو د عبادتځي په توګه د ایاصوفیه پرانیستلو پلان ته کار وکړي.

نوموړی د جون پر اتمه لیکي: "باوري یم چې اردوغان پر جومات د ایاصوفیه د بدولو جدي پرېکړه کړې ده."

غبرګونونه؟

رجب طیب اردوغان هڅه کوي دا هڅه ولسي وښيي نه حکومتي سیاسي پرېکړه. حکومت پلوه رسنۍ وايي، د ښاري شورا د ۲۰۱۹ کال د نومبر پرېکړه ښيي چې ایاصوفیا په جومات بدله شي، ځکه دوی د ۱۰۴۵ کال د هغه قانون د لغوې غوښتنه وکړه چې د جومات په ځای پر موزیم دا کلیسا بدله کړې ده.

دوی د جون پر ۱۶ هم رپوټ کړه چې د عدالت او پراختیا ګوند یوه نظرپوښتنه کې چې پایله یې اردوغان ته ور کړل شوه، دا ښيي چې نور ګوندونه هم غواړي ایاصوفیه پر جومات بدله شي.

د ملي خوځښت ګوند مشر دولت باحچلي د جون پر اتمه ولیکل: له ایاصوفیا به بیا د اذان غږ پورته شي، خو نیوکګر دا هڅه له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو د عامه فکرونو د اړولو په مانا بولي.

د ولسواکۍ او پراختیا ګوند مشر او پخوانی مرستیال لومړی زویر علي بابا جان د جون پر ۹ د ترکیې فاکس خبري چینل ته وویل: کله هم چې حکومت له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، ایاصوفیا یې را پورته کړې ده... دا مسله اوس هم پر نورو ستونزو د برغولي کېښودو لپاره ده.

د روشن چکیر په مشرۍ میډیاسکوپ خپلواکه خبري وېبپاڼه هم لیکي: ایاصوفیا بیا د ورځې مسله شوه... دا ښيي چې حکومت په څومره سخت حالت دي دی او نورې لارې ورته نه دي پاتې.

چکیر وايي، حکومت پر اقتصادي مسلو د بحث پر ځای عامه فکرونه پر بله مسله بوختوي، لکه ایاصوفیا. د ترکیې اتیست ټولنې هم د مې پر لسمه وویل: که ایاصوفیا پر عبادتځي بدله شي، د سیکولر سیستم یوه بله نښه له منځه ځي او ترکیه د سیکولر بنسټ له لاسه ور کوي.

له ترکیې بهر؟

یونان چې له ترکیې سره د تاوجنو اړیکو مخینه لري د مې پر ۲۹ یې په ایاصوفیا کې قرآني ایاتونه "د نه منلو او د نړۍ د عیسویانو د دیني احساساتو ژوبلول وبلل.''

د یونان د بهرنیو چارو وزیر وویل: بیا ترکیې ته وایو چې نړیوالو ژمنو باندې ودرېږي او د ایاصوفیا په څېر نړیوالو بشري میراثونو په څېر بنسټونو ساتلو سره کورنۍ او ملي ګټې غوره کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو یې ځواب کې وویل: ایاصوفیا ترکیه کې ده، موږ فتح کړې، څه چې خپل هېواد کې کوو او یا یې لرو، زموږ خپل دي او خپل کار مو دی.

د جون پر اتمه اردوغان هم ورته غبرګون کې د ټي ار ټي خبریال ته وویل، له یونان اجازې اخیستلو ته کوم دلیل نشته. د روسیې ارتدوکس کلیسا هم د ایاصوفیا له بدلون سره مخالفت ښودلی دی.

ایاصوفیا د ۲۰۱۹ کال سیالانیانو ته ډېر منلی ځای و او تر ۳٫۷ میلون سیلانیان ورغلي دي.

که په جومات بدلېږي نو دا اندېښنې هم شته چې سیلانیان به له لاسه ور کړي، هم به د یونان او ترکیې پر اړیکو اغېز وکړي.

رجب طیب اردوغان ویلي، حکومت به د جولای پر دویمه له پرېکړې وروسته لازم ګامونه پورته کړي. څارونکي فکر نه کوي چې محکمه د حکومت خلاف پرېکړه وکړي او ډېر په دې باور دي چې پرېکړه لا د مخه شوې ده.

د اناتولي خبري اژانس پخوانی مشر کمال اوزترک د جون پر ۱۴ وویل، چې کومو چارواکو له اردوغان سره لیدلي، وايي چې ایاصوفیا پر جومات بدلېږي.