تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۱۴ کلن بوډا له کورونا وېروس څنګه ورغېد؟
ډاکټرانو بي بي سي ته ویلي، په ایتیوپیا کې یو بوډا سړی چې اټکل کېږي عمر یې تر سلو کلونو اوښتی له کورونا وېروس په نه منل کېدونکې توګه بېرته رغېدلی دی.
د ابا تیلاهون ولد میخاییل کورنۍ وايي، نوموړی ۱۱۴ کلن دی خو لا تر اوسه د هغه د زوکړې سرټیفکټ د هغه د زیږېدو نېټه نه ده کره کړې.
د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ډېره مړو شويو ناروغانو عمرونه تر اتیا کلونو اوښتي وي.
طبي ازموینو موندلې چې د ابا تیلاهون په کلي کې د کورونا وېروس ازموینو ومونده چې دی هم پرې اخته شوی دی. نوموړی ادیسه ابابا کې اوسېږي. ډاکټر هیلفو اباتي بي بي سي ته وویل، مخکې له دې چې ناروغي پر هغه ډېر اغېز وکړي روغتون ته ولېږدول شو.
دغه ډاکټر زیاتوي، ډاکټرانو د هغه چټکه درملنه وکړه او له نژدې یې وڅاره، خو وضعیت یې په خرابېدو و او تر ډېره به اکسیجن ورته لګېدلی و.
دغه بوډا سړی په روغتون کې ۱۴ ورځې بستري شو او تر یوې اونۍ ډېر اکسیجن یې واخیست.
په ایتیوپیا کې د کورونا وېروس له امله ټینګ ټولبندیز لګېدلی دی او په دې هېواد کې پنځه زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۸۱ مړه شوي دي.
ګډوډ ژوند
دغه بوډا په ځوانۍ کې ادیسه ابابا ته د هېواد له سوېل نه تللی او هلته یې ګډوډ ژوند تېر کړی دی.
نوموړی د ۱۹۳۵-۱۹۴۱ کلونو پرمهال پر هېواد د برتانوي ښکېلاک شاهد هم دی او په ۱۹۴۷ کال یې د هیلا سیلاسي د امپراتورۍ زوال هم پخپلو سترګو لیدلی دی، وايي په ۱۹۹۱ کال یې د مارکسي نظام دړه وړه کېدل هم په یاد دي.
اوس دی له کورونا رغېدلی دی.
په لومړي سر کې د ارتودوکس کلیسا راهب و همدا ده چې د "پلار" لقب ورکړل شو.
په کوچنيتوب کې یې برقي انجینر و، بیا یې د جامو رنګمالي پیل کړه.