"پر انسټګرام د ماشومانو پلورونکي" ونیول شول

په ایران کې درې مشکوک کسان له هغه وروسته نیول شوي چې ویل کېږي هڅه یې کوله د خواله رسنۍ انسټاګرام له لارې دوه ماشومان وپلوري.

د ایراني پلازمېنې تهران پولیسو مشر جنرال حسین رحیمي وايي، یو ماشوم شل ورځې مخکې زېږدلی او بل دوې میاشتنی و.

دغه ماشومان له مخکې د ۵۰۰ امریکايي ډالرو بدل کې اخیستل شوي وو او بیا د ۲۰۰۰ او ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو بدل کې پلورل کېدل. له نیول شویو کسانو یوه ویلي:

'له بیوزله کورنیو یې ماشومان اخیستل او د ښه راتلونکي لپاره پر شتمنو خلکو پلورل. '

ښاغلی رحیمي وايي، پر انسټاګرام د 'ماشومانو پلور ' د اعلانونو له خپرېدلو وروسته پولیس خبردار شول.

نوموړی وايي، د تصویرونو پر دغه پاڼه یې داسې لس - پنځلس پاڼې وموندې او له هغه وروسته د دوو ماشومانو پلور په قضیه کې درې کسان ونیول شول.

نوموړی وايي، ماشومانو د پاملرنې ادارو ته سپارل شوي دي.

د پولیسو دغه جنرال وايي، نیول شویو کسانو ورته ویلي چې له بیوزله کورنیو یې ماشومان د لږ پیسو بدل کې موندلي دي. د ځوانو خبریالانو کلب نومې ټولنې لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې له نیول شویو کسانو یو وايي:

''له دې ماشومانو سره به مرسته شوې وه، چې ښه راتلونکی یې درلودلای وای. ''

په ایران کې دغه ډول دا لومړنۍ پېښه نه ده.

له دې مخکې د روان کال لومړیو کې په ګورګان ایالت کې چارواکو وویل، څلور ښځې او یو سړی یې نیولي چې بیوزله مېندوارو مېرمنو ته یې د روغتون او درملو لګښت ورکاوه او له زېږېدو وروسته به یې ماشومان ترې اخیستل.

په ۲۰۱۶ کال کې د کورنیو او ښځو چارو لپاره د ایراني ولسمشر د هغه مهال مرستیالې شاهیندوخت ملاویردي د هغو مېندو 'ډېرېدونکي ' شمېر له کبله اندېښنه وښوده چې احتمالاً خپل ماشومان پلوري.

د نوموړې په وینا بیوزلې، د نشې روږدیتوب، د ماشوموالي ودونه او د بې کورۍ په څېر (ځینې لاملونه) ښځې مجبوروي چې خپل ماشومان وپلوري.