تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو څارډله: ایران روان کال کې د ټیټ عمر ماشومان اعدام کړي
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، ایران د روان ۲۰۱۸ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې لږترلږه درې تورن تنکي ځوانان اعدام کړي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو ټیټ وو.
دا کسان د وژنو په تور مجرم پېژندل شوي وو.
یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې "سم لاسي او له شرط پرته" تر ۱۸ کلونو د ټیټ عمر لرونکو "تورنو شویو" ځوانانو له اعدامولو ډډه وکړي.
ددغه سازمان د راپور پربنسټ، د کرج زندان چارواکو امیر حسین پورجعفر پر یوې درې کلنې نجلۍ د "تېري او قتل" په تور اعدام کړ.
همداشان، د جنورۍ پر ۳مه یې علي کاظمي د ایران په جنوبي بوشهر زندان کې د قتل په تور اعدام کړ چې نوموړی د جرم پرمهال ۱۵ کلن و.
دا راپور زیاتوي، په هماغه ورځد ایران شمال نوشهر زندان کې محبوبه مفیدي د خپل مېړه په تور چې د جرم پرمهال ۱۷ کلنه وه، اعدام شوې.
د منځني ختیځ لپاره بشري حقونو د څار ډلې استازې سارا لي ویټسن ویلي: "ښکاري چې ایران ددغو ماشومانو په اعدامولو او ۲۰۱۸ کال په اعدامونو پیلولو سره هوډ کړی چې د تېر کال د نشه يي توکو په تړاو د اعدام اړوندو قوانینو د اصلاحاتو لاسته راوړنې له منځه یوسي."
دا زیاتوي: "د ایران قضائیه قوه به کله خپل ماموریت ترسره کوي؛ عدالت به تامینوي او د ماشومانو د اعدامولو دا ډول بوږنوونکی حالت به پای ته رسوي؟".
ایران د پاکستان، سعودي عربستان او یمن په ګډون له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې له پنځو کلونو راهیسې "مجرم ماشومان" اعداموي.
دغه هېواد د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون سره هوکړه کړې چې مجرم ماشومان به نه اعدامېږي.
ایران په ۱۳۷۲ کال په رسمي ډول دغه کنوانسیون ومانه؛ خو شرط یې دا و چې هېڅ پرېکړه به یې د ایران له کورنیو قوانینو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
د بښنې د نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ کال د وروستي راپور له مخې، په ایران کې لږترلږه ۵۶۷ کسان اعدام شوي وو.
په ۲۰۱۵ کال کې ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۹۷۷ کسانو ته رسېدلی و.
ایران پر چین او سعودي عربستان سربېره په نړۍ کې د اعدامونو له اړخه درېیم هېواد ګڼل کېږي. د بشري حقونو څارډله: ایران روان کال کې تر ۱۸ کلنۍ درې ټیټ کسان اعدام کړي .