فرانسې د سوریې د ولسمشر تره په بند محکوم کړ

د پاریس یوې محکمې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد تره د پیسو وېنځلو په تور په څلور کاله بند محکوم کړ.

رفعت الاسد د ۹۰ مبلیونه یورو په ارزښت د کورونو او دفترونو د اخیستلو لپاره د سوریې دولت د پيسو په اختلاس محکوم شوی.

د سوریې دې ۸۲ پخواني مرستیال ولسمشر د کوم نا سم کار ترسره کول رد کړي او مدافع وکیل یې ویلي د شوې حکم په وړاندې به استیناف غوښتنه کوي.

محکمې پرېکړه کړې چې په پاریس او لندن کې به د ده جایدادونه هم ضبط کړل شي.

رفعت الاسد چې په تېره دسمبر میاشت کې د داخلې وینې بهېدنې له امله روغتون کې وو، د محکمې د پرېکړې پرمهال په محکمه کې نه وو او ښايي د عمر ډېر والي له امله د بند موده تېره نه کړي. داسې ویل کیږي چې په لندن کې د هغه جایدادونه ۲۹ ملیونه یورو ارزښت لري.

رفعت الاسد څوک دی؟

یو وخت دی په سوریه کې دویم پیاوړی کس، پوځي قوماندان او د مخکنې ولسمشر حافظ الاسد چې ۱۹۷۱ کال تر ۲۰۰۰ کال پورې ولسمشر و، ښی لاس و.

ځېنې سوریایان رفعت د (( د حما قصاب)) په نوم یادوي، دی په دې نوم د ادعا له مخې د هغه رول له امله یادیږي چې ده په ۱۹۸۲ کال کې د حکومت ضد پاڅون ځپلو کې درلود. خو ده په دې ډل وژنه کې هر ډول مسؤلیت لرل رد کړي دي. د اټکل له مخې د دې پاڅون ځپلو په عملیاتو کې د لس زره او ۲۰ زره ترمنځ کسان وژل شوي دي.

له کله چې په ۱۹۸۴ کال کې هغه د خپل ورور پرضد د ناکامې کودتا مشري وکړه رفعت په جلا وطنۍ کې په فرانسه او اسپانیا کې اوسېږي.

په ۲۰۰۰ کال کې د حافظ له مړېنې وروسته ده اعلان وکړ چې دی مشروع ځای ناستی دی خو بشار ولسمشر شو.

د رفعت الاسد مدافع وکیلان وايي چې د ده سیاسي سابقه د ده د مالي فعالیتونو اړوند څېړنو سره تړاو نه لري.

قضیه څه ده؟

رفعت الاسد له ۲۰۱۴ کال راهېسې تر څېړنو لاندې دی، پیل یې له هغه مهاله و کله چې د شېرپا په نوم یوه نادولتي بنسټ چې د ادعا شویو اقتصادي جرمونو له زیانمنو دفاع کوي، یو شکایت ثبت کړ او په کې ویل شوي و چې د ده د جایدادونو ارزښت د ده له مالوم عایده ډېر دی.

له دې پنځه کاله وروسته د فرانسې قضايي ادارو پرېکړه وکړه چې نوموړی باید د هغو ادعا شویو جرمونو له امله محاکمه شي چې د ۱۹۸۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ موده کې شوي دي. په دې ادعا شویو جرمونو په منظمه توګه د پیسو

وېنځل، د مالیې برخه کې سخته ټګي او د سوریې دولت د پیسو اختلاس شامل دي.

محاکمه یې د تېر کال دسمبر میاشت کې پیل شوه خو هغه لګېدلي تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا پیسې هغه ته د سعودي شاهي کورنۍ له خوا د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.

په فرانسه کې د ده شتمني چې رپوټ یې ورکړل شوی په پاریس کې دوه کورونه، یو کرنیز فارم ، یوه ماڼۍ او په لیون سیمه کې ۳۷ زره متره مربع دفترونه دي. له دې وړاندې د هغه څو عصري جایدادونه د فرانسوي چارواکو له خوا ضبط کړل شوي دي.

الاسد او د هغه کورنۍ په اسپانیا کې هم جایدادونه لري چې ارزښت یې شاوخوا ۶۹۵ ایرو ښودل شوی دی.

دا جایدادونه د اسپانوي چارواکو له خوا په ۲۰۱۷ کال کې د الاسد او ۱۳ نور کسانو له خوا د ادعا شويو پیسو وېنځلو اړوند څېړنو پایله کې ضبط کړل شوي دي. خو ده د دغې قضیې په تړاو هم د هر ډول ناسم کال ترسره کول رد کړي دي.

دا دویم ځل دی چې په فرانسه کې د "نامشروع لارې شتمني تر لاسه کولو" په تور د بهرنۍ حاکمې کورنۍ یو غړی محاکمه کیږي.

د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې د استوايي ګینیا مرستیال ولسمشر ټیوډورین اوبیانګ ته وروسته له هغه درې کاله تعلیقي بند سزا واورل شوه چې د مرفه ژوند برابرولو لپاره د عامه شتمنۍ په کارولو محکوم شو.