په لبنان کې دولت ضد لاریونونه دویمې ورځې ته وغځېدل

د لبنان په بېلابېلو ښارونو کې سلګونو کسانو په دویمه ورځ هم د دې هېواد د مخ په خرابېدونکي اقتصادي وضعیت او د ادارې کولو د څرنګوالي پر وړاندې لاریون وکړ.

د لبنان د پونډ ارزښت په بې ساري ډول لوېدلی. د دې هېواد اسعارو د اکتوبر له میاشتې راهیسې خپل ارزښت هغه وخت له لاسه ورکړ کله چې د حکومت ضد لاریونونه پیل شول.

د لبنان اقتصاد ځوړتیا د کورونا وېروس د خپریدو له امله لا ډېر خراب شو.

لاریون کوونکو د لبنان په پلازمېنه بیروت او د دې هېواد په شمالي ښار طرابلس کې پر پولیسو ډبرې او له اوره ډکې الې ویشتلي او پولیسوهم د دوی پر وړاندې اوښکې بهونکی غاز او ربړي ګولۍ وروولي.

د لبنان د پونډ ارزښت وروسته له هغې ولوېد کله چې یې حکومت وویل، مرکزي بانک چې بازار ته یې د امریکايي ډالر ورکول بند کړل.

تمه ده چې لبنان د پیسو له نړیوال صندوق سره خپلې خبرې پیل کړي او هیله لري چې میلیاردونه ډالر له دې بنسټه ترلاسه کړي.

خو د دې پیسو چمتو کول به په لبنان کې ژورو اقتصادي سمونونو پورې تړلی، هغه چې ښايي د فرقه ییز سیاسي جوړښتونو له خوا یې مخالفت وشي.

ډېری اوسیدونکي د خپلې ورځني چارو پر مخ وړلو لپاره پر نغدو پیسو تکیه کوي، هغه چې په ډېرې اسانی سره په نورو اسعارو بدلیدلی شي، خو دغه خلک د پانګونې د سیاسي کنټرول له امله د بې وزلۍ سره مخ دي. د دې پالیسۍ له مخې لبناني بانکونو له بانکي حسابونو څخه د ډالرو ایستل محدود کړي دي.

له دې مخکې د لبنان یو په درېیمه برخه خلک وزګار وو.

طرابلس

په طرابلس کې لاریون کوونکو څو بانکونه او هټۍ ویجاړې کړي او پر پولیسو یې "کوکتل مولوتف" ماده توغوله، خو هغوی یې پر وړاندې اوښلن غاز وکاروه او پر لاریون کوونکی یې برید وکړ.

د لبنان ډېر خلک بانکونه په هېواد کې د روان کړکېچ مسؤل ګڼي.

له بیروته په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې لاریون کوونکي د موټر ټایرونه سوځوي او دوی همداراز یې دولتي ماڼۍ ته تللی واټ هم تړلی دی.

لاریون کوونکي د خراب اقتصادي وضعیت، اداري فساد او د سیاسي سیسټم د بې کفایتۍ پر وړاندې په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.