کورونا وېروس: نیو زیلنډ کې نور هېڅ مثبته پېښه نشته؛ حکومت محدودیتونه ختم کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیو زیلنډ حکومت اعلان کړی چې په دې هېواد ې نور د کورونا وېروس هېڅ مثبته پېښه نشته، او نن شپه د دې بحران له کبله لګېدلي ډېری محدودیتونه او بندیزونه ختم شول.
په دې هېواد کې د کورونا وېروس خطر یا جدیت په څلورو کټګوریو وېشل شوی و، او حکومت وایي چې اوس وضعیت تر ټولو ټیټه کټګورۍ کې دی، یا په بله مانا د خطر کچه تر ټولو کمه ده.
دا په دې مانا ده چې نیو زیلنډ کې به نور وګړي اړ نه وي چې خپلو منځو کې دوه متره واټن وساتي، او پر یو ځای د خلکو پر راټولېدو هم نور بندیز نشته.
خو حکومت وایي چې پولې به یې لا هم تړلې وي، او تګ راتګ باندې به محدودیتونه د اوس لپاره دوام کوي.
په تېرو دوه اوونیو کې په نیو زیلنډ کې د کورونا وېروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبته شوې.
لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن خبریالانو ته ویلي، کله چې خبره شوه چې نور په هېواد کې هېڅ مثبته پېښه نشته نو د خوشحالۍ نڅا یې وکړه.
نوموړې وویل: "که څه هم اوس په خوندي او ځواکمن موقف کې یو، خو پخواني عادي ژوند ته ورګرځېدل لا لېرې خبره ده. خو هغه هوډ او پاملرنه چې دې وروستیو کې پر کورونا وېروس او روغتیا متمرکزه وه، اوس به د اقتصاد بیا رغونې ته اړول کېږي".
اغلې ارډن ویل، د کورونا وېروس ضد مبارزه لا بشپړه شوې نه ده، خو دا یوه لاسته راوړنه ده چې نور هېڅ مثبتې پېښې نشته.
د وبا پر ضد بریالۍ مبارزه:

د عکس سرچینه، Getty Images
نیو زیلنډ تېرې مارچ میاشتې پر ۲۵ نېټه ټولبندیز اعلان کړ، ټول کاروبارونه، ښوونځي او دوکانونه یې وتړل او خلو ته یې وویل چې په کورونو کې پاتې شي.
ورپسې یې په اپرېل میاشت کې بندیزونه یو څه نرم کړل او ځینو کاروبارونو ته یې د فعالیت اجازه ورکړه.
په تېره می میاشت کې د مثبتو پېښو کمېدو سره محدودیتونه نور هم کم شول او اوس د نیو زیلنډ حکومت اعلان کړی چې ډېری محدودیتونه به په بشپړه توګه ختمېږي.
اوس به ټول ښوونځي او دفترونه بېرته پرانیستل کېږي، او همدا راز د ودونو تالارونه، د جنازو مراسمو شرکتونه او عامه ترانسپورت به له کوم محدودیت پرته بېرته کار پیلوي.
که څه هم د وګړو ترمنځ دوه متره واټن ساتلو ته نور اړتیا نشته، خو حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې چې دا عادت وساتي.
خو د نیو زیلنډ هغه وګړي چې له بهره هېواد ته ستنېږي، اړ دي چې د ۱۴ ورځو لپاره ځانونه قرنطین کړي.
په نیو زیلنډ کې د کورونا وېروس وبا پیلېدو راهیسې ۱۱۵۴ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او ټولټال ۲۲ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.








