لویو امریکايي ښارونو کې لاریونونه او ګرځبندیز

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ د اخ و ډب کابولو کولو د هڅې په توګه ګرځبندیز لګول شوی. دا لاریونونه په مینیپولیس ښار کې د یوه افریقا الاصله وګړي تر وژل کېدا وروسته پیل شول.
نن په ځینو امریکايي ښارونو کې د لاریونونو پنځمه شپه ده، چې د اړودوړ ضد پولیسو یې پرضد اوښلن غاز او ربړي مرمۍ هم کارولې دي.
لاریونیانو د پولیسو ځینې ګاډي وسوځول او په نیویارک او فلادلفیا او واشنګټن کې هم د اخ و ډب پېښې رامنځ ته شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که سیمه ییز چارواکي د لاریونیانو په کابو کولو کې پاتې راغلل، پوځ دې مداخله وکړي.
ټرمپ د تاوتریخجن اخ و ډب ملامتیا پر لوټمارو او اړودوړ جوړوونکو اچولې ده.

د عکس سرچینه، Twitter/Ruth Richardson
د مینیسوټا ایالت والي ټیم والټز ویلي، لاریونونه "په هېڅ ډول" د ۴۶ کلن جورج فلویډ د وژنې پر پېښې پورې تړاو نه لري.
دی وايي، په دې ایالت کې یې په بشپړ ډول د اړدوړ کابو کولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
په مینیپولیس کې تورپوستی پولیس په زندۍ کولو وژل شوی، هغه چې پولیسو نیولی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه وېډيويي کلیپ کې ښکاري چې ۴۴ کلن پولیس ډیریک شوفین د فلویډ مرۍ څو دقیقې زندۍ کړې، خو هغه چیغې ورته وهي چې "سا نشي اخیستی"، دا پېښه د ۴ پولیسو د دندو ځنډولو لامل شوه.
یاده وېډیو پر انټرنېټ ډېره زیاته شریکه شوه، خو لاریونیانو یوځل بیا پر امریکايي پولیسو خپله غوسه سړه کړه.
له دغو پولیسو پر یوه یې د قتل تور لګول شوی او نیول شوی او درې نور له دندو لیرې شوي پولیس ازاد دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د ښاغلي فلویډ له کورنۍ سره یې خبرې کړي دي. هغه مخکې ویلي وو چې "عدالت به پلی شي."

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلویډ کورنۍ د پولیس د نیول کېدو هرکلی کړی، خو وايي اصلي تور باید پر همدغه کس ولګول شي او نور پولیس هم باید ونیول شي.
هر کال تر زرو ډېر کسان د امریکايي پولیسو په لاس وژل کېږي او ډېری قرباني کېدونکي کسان تورپوستي دي.











