امریکا د نړۍ لومړی هېواد شو چې کورونا وېروس پکې یو لک کسان ووژل

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له سل زرو (یو لک) کسانو اوښتی دی. په دې هېواد کې همدا راز څه باندې یو نیم میلیون کسان په کورونا وېروس اخته دي. لا هم په امریکا کې هره ورځ په اوسط ډول زر کسان د کورونا وېروس له کبله مړه کېږي.
په تېره اپرېل میاشت کې په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر شو، او له هماغه راهیسې وضعیت ښه شوی نه دی.
د دې وبا په پیل کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې په امریکا کې له پنځوس تر شپېتو زرو کسان وژلی شي.
نوموړي وروسته خپل اټکل بدل کړ، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا کې به د مړو شویو کسانو شمېر له یو لک کم پاتې کېږي، خو اوس یې دا دویم اټکل هم ناسم ثابت شو.
د اندېښنې خبره لا دا ده چې امریکا کې هره ورځ د مړو شمېر په اوسط ډول زرو ته رسېږي، او ټولټال څه باندې یو نیم میلیون کسان په کورونا وېروس اخته دي.
د مړیو د شمېر له مخې بریتانیا له ۳۷ زرو مړینو سره دویم، ایټالیا له ۳۳ زرو مړینو سره دریم، فرانسه له ۲۹ زرو مړینو سره څلورم او اسپانیا له ۲۷ زرو مړینو سره پنځم ځای لري.
په نوره نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه میلیونه پنځه لکه او ۸۹ زره کسانو اوښتی دی، د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه نژدې درې نیم لکه کسان مړه شوي دي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا صوبې په ایبټ اباد سیمه کې د ډسټرکټ یا ولسوالۍ مرکزي روغتون ۲۸ روغتیا پالان پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي دي.
د ډاکترانو صوبايي ټولنې ویاند ډاکټر سلیم خان یوسفزی وايي، روغتون کې د خوندیتوب الات او تجهیزات لږ دي او د دوی وړاندیزونه نه دي منل شوي، چې په وینا یې له کبله یې د روغتیا پالانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
نوموړي له حکومته غوښتي چې د روغتیا نړیوال سازمان له پروټوکول سره سم باید روغتون د دوو اونیو لپاره وتړل شي او د ټولو کارکوونکو له معاینې وروسته بېرته پرانیستل شي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ۲۲۴ نویو ناروغانو له تایید وروسته په ټوله صوبه کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ۸۴۸۳ تنو ته رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د صوبې روغتيايي چارواکي وايي، د دغې ناروغۍ له کبله د نهه نورو کسانو له مړینې وروسته د ټولو مړو کسانو شمېر ۴۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ ناروغان رغېدلي دي، چې ورسره په صوبه کې له کورونا د رغېدلو کسانو شمېر ۲۶۳۲ تنو ته رسېدلی.
د روغتیا نړیوال سازمان په ورته مهال د خوندیتوب اندېښنو له کبله د هایډروکسي کلوروکین نومي درمل ازموینه ځنډولې، چې د کوویډ - ۱۹ احتمالي درملنه بلل کېده.
بل لور ته ویل کېږي پر هغه ورځ چې په روسیه کې د کورونا تر ټولو ډېرو ناروغانو نومونه ثبت شول، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، په روسیه کې د کورونا اوج وخت تېر شوی دی.
بل لور ته اروپايي ټولنې په سیمه کې له وبا وروسته د بیارغوونې چارو لپاره د ۷۵۰ میلیاردو یورو بودیجه وړاندیز کړې ده.
له دغې بودیجې به غړو هېوادونو ته مرسته او پور ورکول کېږي. د ۲۷ هېوادونو دغه بلاک کې هر هېواد د کورونا مخنیوي لپاره د قرنطین له کبله اغېزمن شوی او د بلاک یو شمېر سویلي هېوادونه له مخکې تر درنو پورونو لاندې دي.

د عکس سرچینه، European Parliament
د اتریش، ډنمارک، سویډن او هالنډ په ګډون یو شمېر غړي هېوادونه بیا د نورو پور پر غاړه اخیستو پلوي نه دي.
د دې هېوادونو چارواکي غواړي غړو هېوادونو ته د نغدو پیسو پر ځای باید د کم سود بدل کې پیسې ورکړل شي.
د اروپايي ټولنې مشره ارسلا فونډرلین باید د بودیجې منظورولو لپاره د دې هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.
نوموړې په دې تړاو خپل پیغام کې وايي،. د اروپايي ټولنې لپاره مهمه ګړۍ رارسېدلې او دوی باید پرېکړه وکړي چې هر هېواد پر خپله لار ځي او که له ستونزمن حالته د وتلو لپاره په ګډه مبارزه کوي.








