تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: عبادتځي پرانیځئ، "امریکا ډېرو دعاوو ته اړتیا لري"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هېواد کې د کلیساوو او جوماتونو په ګډون د عبادتځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې؛ ځکه چې په وینا یې، په هېواد کې د کورونا وبا په کړکېچن حالت کې عبادتځي "اساسي چوپړونه" وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د اساسي قانون له مخې، د ایالتونو د ځان او امنیت ساتنې واک له ولسمشر نه، بلکې د ایالت له والي سره دی.
په امریکا کې له څو اونیو راهیسې له کورونا وېروس سره د مبارزې د ځانګړو سختو اجراتو له کبله تړل شوي دي.
ډونلډ ټرمپ د ایالتونو چارواکو ته خبرداری ورکړی که د کوم ایالت والي د عبادتځیو له پرانیستلو ډډه وکړي، دی به خپله دا چاره مخته بوځي.
ټرمپ وویل: "که د ایالتونو والیان ونه غواړي دغه ابتکار وکي، زه د هغوی فرمان باطلوم، امریکا لږو ته نه، ډېرو دعا کوونکو ته اړتیا لري."
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د ټولو دینونو اړوند عبادتځي باید ژر بېرته پرانیستل شي.
د امریکا د ایالتونو پر والیانو فشار دی چې په ټولیز ډول د اقتصادي وضعیت بېرته ښه کولو په موخه ګامونه واخلي.
ټرمپ وویل: "ځینو والیانو د شرابو پلورنځي، پرچون فروشۍ او زیږنتونونه وګړو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کوونکي بللي او کلیساوې او نور عبادتځایونه یې پرېښې دي، چې دا یوه لویه تېروتنه ده."
په تېرو څو ورځو کې د ټرمپ او د ایالتونو د والیانو ترمنځ د اقتصادي ځایونو بېرته پرانیستلو پر سر لانجه وه.
وړاندې، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د کورونا وېروس پروړاندې د ټرمپ پر تګلاره نیوکه کړې وه.