برازیل کې په یوه ورځ د کورونا کابو ۱۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوې

د عکس سرچینه، AFP / Getty
په برازیل کې تر چارشنبې ورځې په ۲۴ ساعتونو کې کابو ۱۸ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي چې ۱۱۷۹ ترې مړه شوي دي. دا په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په برازیل کې ۲۸۸۸۰۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي چې دا په نړۍ کې درېیم هغه هېواد دی چې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.
اټکل کېږي چې راتلونکې کې د کورونا وېروس خپرېدل اوج ته ورسېږي.
برازیلي کارپوهانو خبرداری ورکړی، دا چې د کورونا وېروس د تشخیص بهیر چټک او پرخ نه دی، د دولت له خوا د کورونا د مثبتو پېښو او مړینو تر اعلان شوې شمېرې به ریښتونې شمېرې ډېرې لوړې وي.
د ساو پاولو پوهنتون روغتیايي څېړونکی دومینګو الوس وایي، په کورونا وېروس د اخته کسانو اصلي شمېر د دولت له خوا تر اعلان شوې شمېرې ښايي ۱۵ برابره لوړې وي.
د برازیل پر ولسمشر جایر بولسونارو له کورونا وېروس سره د مبارزې د څرنګوالي له کبله نیوکې شوې دي.
ښاغلی لوسونارو د قرنطیني محدودیتونو لګولو مخالف دی.
د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره جسینډا اردیرن د بندیز نرمولو په درشل کې وګړي هڅولي چې ثابت کار ته دوام ورکړي، لکه اونۍ کې څلور ورځې کار.
نوموړې وايي، "اورم چې خلک غوښتنه لري څلور ورځې اونۍ کې کار وکړي. دا کار ریښتیا هم کارمنو او کاروال (کار فرما) ته په ګټه دی."

د عکس سرچینه، Reuters
اردیرن په نړیواله کچه ستایل شوې ده چې د کورونا وېروس په مخنیوي کې بریالۍ وه. د دې هېواد په ۵ میلیوني وګړو کې یوازې ۲۱ کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.
تر چین، اروپا او امریکا وروسته، سوېلي امریکا اوس د کورونا وېروس له لویې څپې سره مخامخ ده.
پېرو کې د دویزې مېلې پرمهال مېله ترسره کوونکو ماسکونه اچولي. په دې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کسان په کورونا وېروس اخته شوي او ۳۰۰۰ ترې مړه شوي دي.
په وینزوېلا کې شاوخوا ۶۰۰ کسان په کورونا اخته شوي.
د برازیل ګاونډ ارجنټاین کې بیا کابو ۹۰۰۰ کسان په کورونا اخته شوي.
چیلي کې ۵۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۵۰۰ کسان مړه شوي.

د عکس سرچینه، AFP / Getty









