تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: د نړۍ په لر او بر کې وروستی حال
د نړۍ په لر او بر کې د کوویډ - ۱۹ وېروس ناروغانو شمېر تر ۴۸ لکه کسانو اوښتی او تر اوسه څه باندې درې لکه کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ۴۵ زره کسانو اوښتی دی او د رسمي شمېرو له مخې ۹۶۰ کسان له همدې امله مړه شوي دي.
د مړینې شمېر په خیبر پښتونخوا صوبه کې د نورو صوبو پرتله ډېر دی، چې شمېر یې ۳۳۴ کسانو ته رسېږي.
د دغه هېواد چارواکي وايي، په ځايي توګه له یوه کسه بل ته د وېروس لېږد کچه ۹۰ سلنې ته رسېدلې. تېره اونۍ دغه کچه ۸۸ سلنه وه.
بل لور ته د برتانیا چاپیریال وزیر جارج یوسټس په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ وېروس له کبله ۵۴۵ نور کسان مړه شوي، چې د دغې ناروغۍ له کبله ورسره تر اوسه د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۵۳۴۱ کسانو ته رسېدلی دی.
د ښاغلي یوسټس په وینا د دوشنبې پر ورځ د معایناتو شمېر ۸۹۷۸۴ ته ورسېد چې د حکومت له ټاکلي هدفه کم دی.
د دغه هېواد حکومت د هرې ورځې لپاره د یو لک کسانو معاینه کولو هدف ټاکلی او لومړي وزیر بوریس جانسن ژمنه کړې چې د مې میاشتې تر پایه به د ورځنیو معایناتو شمېر دوه لکو کسانو ته پورته کړي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان مشر د اروپايي ټولنې له خوا وبا ته د غبرګون څېړنې غوښتنه ستایلې او په وینا یې دا ارزونه به 'د روغتیا تر نړیوال سازمان پورې محدوده نه وي. '
د روغتیا نړیواله اسامبله کې د وینا پر مهال نوموړي وویل:
'موږ تر هر بل چا زیات د شفافیت پلویان یو. '
روسیې د روغتیا نړیوال سازمان ته د مالي مرستو ورکولو بندولو خبرداری رد کړی او وايي، 'د یوه هېواد د سیاسي یا سیمه ییزو تمایلاتو له کبله هر څه نه شو ورانولای. '
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تور پورې کوي چې د وبا شتوالی یې پټ کړی و او دغه راز پر روغتیا نړیوال سازمان تور پورې کوي چې دې لړ کې یې د بیجینګ خلاف هیڅ نه دي کړي.
بل لور ته د روسیې عامې روغتیا وزیر سرګي رایبکو په وینا 'د روغتیا نړیوال سازمان فعالیت کې ښېګړه راتلای شي، خو موږ د یوه هېواد د سیاسي او یا سیمه ییزو تمایلاتو له کبله هر څه نه شو ورانولای. '
له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان غړو هېوادونو وبا ته د نړیوال غبرګون په هکله د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.
په دې اړه یو پرېکړه لیک له مخالفت پرته د دغه سازمان ۱۹۴ غړو هېوادونو تایید کړ.
امریکا متحده ایالات وبا ته د غبرګون په تړاو د روغتیا نړیوال سازمان پر رول سختې نیوکې کړې.
ولسمشر ټرمپ دغه اداره 'د چین ګوډاګی ' بللی.
چین بیا پر امریکا تور پورې کوي چې د وبا مقابل کې له خپل ناسم غبرګونه د پام اړولو لپاره دا څرګندونې کوي.
اروپايي ټولنې دغه پرېکړه د ۱۰۰ هېوادونو له لوري وړاندې کړی و.