مکسیکو کې ولې پر روغتیاپالو بریدونه کېږي؟

الوندرا توریس د غوږ، پوزې او ستونې متخصصه ده. نوموړې د اپریل پر ۱۳ د مکسیکو په ګودلجارا ښار کې له خپل سپي سره قدم واهه چې پر مخ یې تېزاب وشېندل شول. نوموړې د کوویډ-۱۹ ناروغان نه معاینه کوي، خو وایي بیا هم د ډاکټرانو یونیفارم یې د دې لامل شو چې برید ورباندې وشي.

په ډېرو هېوادونو کې ډاکټران او نرسان له کورونا وېروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د فعالیت له امله ستایل شوي، خو په مکسیکو کې پر لسګونو روغتیايي کارکوونکو بریدونه شوي دي.

الوندرا چې د دې برید له امله یې سترګه التهابې شوې او غاړه یې تڼاکې شوې وايي ډېره خفه په دې ده چې ځینې خلک فکر کوي چې دا باید په تیزابو ولمبول شي.

د مکسیکو حکومت وايي چې د تېرې اپریل میاشتې تر ۲۸ پر روغتیايي کارکوونکو په تېره پر نرسانو لږ تر لږه ۴۷ بریدونه شوي دي. چارواکي دا مني چې ښايي د دې بریدونو واقعي شمېر له دې هم لوړ وي.

پر خواله رسنیو د توپیري چلن رپوټونه ورکړل شوې، یو شمېر نرسانو د بسونو کارول پريښې او تر دې چې د کوویډ-۱۹ ناروغانو خپلوانو پر ډاکټرانو بریدونه کړي دي.

نرسه لیجیا کنټون وايي د خپل ۴۰ کلن کار پرمهال یې هیڅکله هم د روغتیايي کارکوونکو په وړاندې دا ډول زهرجن غبرګون نه دی لیدلی لکه نن سبا چې د کورونا وېروس بحران پر مهال ورسره مخامخ ده.‌

۵۹ کلنه لیجیا وايي چې دې په ۲۰۰۹ کال د خنزیر والګي وبا او ۲۰۱۳ کال کې د کولرا پرمهال هم دنده ترسره کړې، خو اوسنی وضعیت وېروونکی دی.

هغه د تېرې اپریل میاشتې پر اتمه له دندې وروسته کورته روانه وه چې برید پرې وشو. برید داسې وشو چې یو موټر یې له څنګه تېر شو او د دې پرشا یې ګرمه قهوه وشیندله، د موټر له تیزولو وړاندې د موټر له کړکۍ یوه کس سر را و ایست او ناره یې کړه چې په ناروغۍ اخته شوې!

هغه وايي له نیکه مرغه چې ډېره ژوبله نه شوه، خو وايي دا امکان و چې ډیر بدني زیان ور رسېدلی وای.

لیجیا وايي،‌ په دې ډېره خفه کیږي چې خلک پرې بریدونه کوي. نوموړې زیاتوي، دا ډول بریدونه یې له رواني پلوه ډېره ځوروي.

یوازې ډاکټران او نرسان نه دي چې بریدونو سره مخامخ دي.

دانیل (مستعار نوم) په ګودلجارا کې هغه روغتون ته څېرمه چې دی په کې د پاکوونکي په توګه کار کوي له بسه د کوزېدلو چې برید پرې وشو او څو کسانو په وحشي توګه وواهه.

دی وايي کله چې بس ته پورته شو نو درې کسان په غوسه شول. ده ته په تکرار د (( ناولی)) ټکی کاراوه.‌ له وهلو وروسته یې بیا هم ورته ناولی وویل.

د وهلو له لاسه د ده سر او مخ شین اوښتی وو. پولیس وايي پر ده ځکه برید شوی و چې ده د کار جامې پر تن لرلې.

۲۵ کلنه نرسه میلودي رودریګز د اپریل پر اتمه په کلي کې خپل کور ته روانه وه چې د سیمې یوه ډله اوسېدونکي دې ته په لار کې ودریدل.

میلودي وایي: "دې کسانو راته وویل چې که کلې ته ولاړې نو بیا به دې هیڅکله پرینږدو چې بیرته راووځي. دوی راته وویل دا به ښه وي چې هیڅ کلي ته ولاړه نه شي ځکه دا د ناروغۍ له ځایه راغلې ده ".

د دې یوه همکار د پېښې ویډیو اخیستې وه او هغه یې پر خواله رسنیو خپره کړې وه.

د ښاروالۍ چارواکو مداخله کړې چې میلودي وکولی شي خپل کور ته ولاړه شي خو هغې خپل ځینې شیان راخیستې او په یوه بل ښار ګوټي کې یې یوه خونه کرایه کړې.

میلودي وایي اوس هم د وېرې احساس کوي، ځکه د دې په وینا کلیوالو دې ته داسې احساس ورکړی و لکه دا چې په طاعون اخته وي.

د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبرادو دې پېښو ته په غبرګون کې څو اوونۍ وړاندې ویلي وو چې دا توپیري چلن دی او د کرکې وړ کار دی.

ده ویلي وو،‌ د ټولو روغتیايی کارکوونکو ملاتړ کوي او دوی د مکسیکو اتلان او اتلانې دي.

د دې پېښو په پایله کې حکومت د ملي ګارډ افسران په روغتونونو کې ځای پر ځای کړل او په ځینو ولایتونو کې روغتیايي کارکوونکو ته د تګ راتګ لپاره موټر ورکړل شول او ځینو ته هوټلونو کې خونې کرایه کړل شوې چې کور ته له تګ راتګه بې غمه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ۳۸ سلنه روغتیايي کارکوونکي له فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي خو داسې ښکاري چې په مکسیکو کې د کورونا وېروس له امله دا ستونزه لویه شوې ده.

کارپوهان وايي دا بریدونه د خلکو هغه متضاد احساسات بیانوي چې دوی یې د روغتیايي کارکوونکو په اړه په داسې یوه هېواد کې لري چې د مۍ تر ۱۳مې نېټې ۴۰ زره او ۱۸۶ تنه پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۴۲۲۰ تنه مړه شوي دي.

لوجیا وايي د کار لپاره یې هوډ نه ماتیدونکی دی. د نوموړې په وینا،‌ هېواد او خلک یې دې ته اړتیا لري او دا به د دوی لپاره ټول هغه څه وکړي چې په توان کې یې وي.

د مکسیکو روغتیایي کارکوونکي وايي دوی د ستاینې تمه نه لرې، خو یوازې د دوی درناوی دې وشي.