پنځه نورې ستونزې چې د کورونا له کبله له پامه غورځېدلې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, جوناتهن مارکس
- دنده, د دفاعي او دیپلوماتیکو چارو خبریال
د ستراتیژیکو وسلو نوی تړون چې د اوږده واټن هستوی وسلو د محدودولو په اړه دی، د راتلونکي کال فبرورۍ کې ختمیږي. دا هغه وسلې دي چې روسیه او امریکا پرې یو بل ګواښي.
که د بیا نوي کولو نیت یې وی نو وخت خورا لږ دی. دا د سړې جګړې د پیر وروستی تړون دی چې لا تر اوسه پر ځای پاتې شوی.
د دغه تړون د نشتوالي له کبله ښایي یو ځل بیا د هستوي وسلو سیالي شدت ومومي.
داسې بریښي چې روسیه د دې تړون د نوي کېدو پلوي وي، خو له یوې ساده لارې او بر عکس د امریکا متحده ایالات بیا که چین هم پکې ورشامل نشي له نوي کېدو ته یې لیوالتیا نه لري.

د عکس سرچینه، Reuters
خو چین په هیڅ وجه نه غواړي د دغه تړون برخه واوسي.
بله مسله دا ده چې اوس د یوه نوي او جامع تړون برابرول د وخت د کمښت له کبله شوني نه دي، نو که متحده ایالات خپل نظر بدل نه کړي، دغه تړون به د تاریخ برخه وګرځي.
د هستوي وسلو بله ستره مسله ایران سره ده، چې د عمل له جامع کډ پلان 'JCPOA ' نه د متحده ایالااتونو د وتلو پر سر پیدا شوې.
په دغه تړون کې د ایران د هستوي فعالیتونو حدود ټاکل شوي دي.
اوسمهال د ملګرو ملتونو بندیزونه چې پر ایران لګېدلي نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې له ایران سره د پرمحتللو وسلو سوداګري ولري، خو د ملګرو ملتو پرېکړه لیک چې ایران باندې د وسلو له بندیزه ملاتړ کوي هغه هم د روان کال د اکتوبر په ۱۸ نېټه ختمیږی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني له وړاندې خبرداری ورکړی چې د امریکا لخوا به د دغه بندیز نوی کول بدعواقب ولري.
خورا لږ امکان شته چې روسیه دې د دغه تړون د نوي کېدو ملاتړ وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغو پنځو مسلو په ډله کې بله لانجمنه او مهمه مسله اسرایل سره د لودیدیځې غاړې د ځینو برخو یو ځای کول دي.
اوس چې په اسرایل کې د اوږدې مودې ټاکنې سر ته رسېدلي او بن یامین نتنیاهو یې د نوبتي لومړي وزیر په توګه غوره کړي ښایي اوس دی د ملت پالو هغه نانندریزه اجنډا چې له اسرایل سره د فلسطین د خاورې د یوې برخې د یو ځای کول دي، پرمخ یوسي.
فلسطینیانو له وړاندې کمپاین اوشکایت پیل کړی او یو شمېر اروپایي او ځینو نورو هېوادونو په دې برخه کې له اسرایلو نه د احتیاط غوښتنه کړې.
څلورمه مهمه نړیواله موضوع هم له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو ده چې د شوي تړون تر مخه باید د روان کال د دسمبر پر ۳۱ ووځي.
اوس د بریتانیا او داروپایي ټولنې تر منځ د راتلونکو اړیکو، راکړې ورکړې او د ګڼ شمېر نورو مسلو په اړه خبرې روانې دي، خو دغه خبرې او په لویه کې له اروپا د بریتانیا د جلاکېدو مساله کورونا وېروس تر اغېز لاندې راوستې ده.

د عکس سرچینه، PA Media
پنځمه او وروستې مساله د نړیوال اقلیم ده چې په اوس وخت کې هغه تر ډېره حده د کورونا وېروس تر خپل اغېز لاندې راوستې ده.
د دغې وبا پر وړاندې نړیوال غبرګون به د نړیوالې ټولنې د توان او وړتیا لپاره یو ازمایښت وي چې دوی به په څه ډول د یوې سترې پیچلې نړیوالې مسلې پر وړاندې چې د اقلیم ده عمل وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د چاپیریال په تړاو د روان کال نومبر کې په ګلازګو کې ِغونډه پلان شوی وه خو هغه د کوید - ۱۹ ناروغې له کبله تر راتلونکي کاله پورې وځنډول شوه او پوښتنه دا ده چې روان وضعیت به د نړیوالو په نظرونو کې څه بدلون راوستی وی که نه؟








