د اماراتو ابکو ۴۸ پوړیز ټاور کې اور لګېدلی

د متحده عربي اماراتو شارقه ښار په یوه ۴۸ پوړیزه اسمان‌څکې ودانۍ کې اور لګېدلی چې ترې لاندې پر سړک ولاړو ګاډو یې ځینې پوړونه رالوېدلي دي.

د شارقه امارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي، د دغه هېواد ملي دفاعي ډلې د النهده سیمې په ابکو برج (څلي) کې لګېدلی اور مړ کړ.

یوه سیمه ییز خبریال ویلي، اوروژلو کې لسګونو اور وژونکو مامورینو، ګاډو د اورضد الوتکو او بې پیلوټه الوتکو برخه لرله.

دی وايي، اوس د دغې ۴۸ پوړیزه ودانۍ د یخولو چارې روانې دي.

په پېښه کې اوه کسان ژوبل شوي او اوس روغتون کې درملل کېږي.

تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی مالوم شوی.

اور پر ځايي وخت بېګا نهه بجې لګېدلی و.‌

"خلیج ټایمز" ورځپانې ویلي، د اورلګېدو ودانۍ ته څېرمه له پنځو نورو دنګو ودانیو استوګن ایستل شوي وو.‌