د اماراتو ابکو ۴۸ پوړیز ټاور کې اور لګېدلی

د عکس سرچینه، Khaleej Times
د متحده عربي اماراتو شارقه ښار په یوه ۴۸ پوړیزه اسمانڅکې ودانۍ کې اور لګېدلی چې ترې لاندې پر سړک ولاړو ګاډو یې ځینې پوړونه رالوېدلي دي.
د شارقه امارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي، د دغه هېواد ملي دفاعي ډلې د النهده سیمې په ابکو برج (څلي) کې لګېدلی اور مړ کړ.
یوه سیمه ییز خبریال ویلي، اوروژلو کې لسګونو اور وژونکو مامورینو، ګاډو د اورضد الوتکو او بې پیلوټه الوتکو برخه لرله.
دی وايي، اوس د دغې ۴۸ پوړیزه ودانۍ د یخولو چارې روانې دي.
په پېښه کې اوه کسان ژوبل شوي او اوس روغتون کې درملل کېږي.
تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی مالوم شوی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اور پر ځايي وخت بېګا نهه بجې لګېدلی و.
"خلیج ټایمز" ورځپانې ویلي، د اورلګېدو ودانۍ ته څېرمه له پنځو نورو دنګو ودانیو استوګن ایستل شوي وو.








