تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د "نبوت" مدعي نسیمي ونیول شو
د کانګو په دېموکراتیک جمهوریت کې پولیسو د یوې ممنوع ګرځول شوې ډلې مشر ني مواندا نسیمي چې د "نبوت" ادعا یې کړې وه، له متبادلو ډزو وروسته په کینشاسا کې نیولی دی.
پولیسو د نوموړي تر نیولو وروسته پر ټوېټر ویلي "ماموریت ختم شو او هدف ته ورسېدو".
نسیمي د یوې داسې ډلې مشري کوله چې له قانون یې سرغړونې کولې او د پخوانۍ کانګو مملکت د راژوندي کولو موخه یې لرله.
له پنجشنبې ورځې راهیسې پولیسو د کینشاسا په ساکومي سیمه کې د نسیمي د نیولو لپاره د پلازمېنې حدود تړلي وو او د نوموړي لټون یې پیل کړی و.
نسیمي یوه اونۍ وروسته تر هغه نیول شوی، چې د نوموړي ډلې له پولیسو سره د پلازمېنې په څنډو کې نښته وکړه چې لږ تر لږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول.
د بي بي سي خبریال ایمري ماکومینو وايي، د نسیمي د نیولو پرمهال متبادلو ډزو ۴۵ دقیقې دوام وکړ.
د کانګو د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې نښته کې اته کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
د نسیمي تر نیول کېدا وروسته هغه د پولیسو په موتر کې یووړل شو، خلک واټونو ته راووتل او د خوښۍ په پار یې سندرې وویلې.
مواندا نسیمي څوک دی؟
- نوموړی کینشاسا پوهنتون کې د کیمیا ښوونکی او په ۲۰۰۶ کال د پارلمان غړی و.
- له لږکي ټبر بکونګو سره تړاو لري.
- هغه په ۱۹۸۶ کال د "بونډو دیا کانګو" په نامه یو خوځښت جوړ کړی و چې د کانګو جمهوريت، کانګو برازاويل، انګولا او ګابون په ځينو برخو کې يې د پخواني شاهي نظام رامنځته کول غواړي او له نورو توکمونو غواړي چې له مرکزي کانګو ووځي.
- په ۲۰۱۷ کال، هم نسیمي تاوتریخوالي ته د هڅونې په تور ونیول او بندي شوی و، خو ملاتړو یې وسلې راواخیستې او پر زندان یې برید وکړ او نوموړی یې خوشی کړ.
- په ۲۰۱۹ کال د کانګو ولسمشر، نسیمي وباښه.