د "نبوت" مدعي نسیمي ونیول شو

ني مواندا نیسمي له پولیسو سره تر نښتې وروسته نیول شوی

د عکس سرچینه، DR Congo Police/Twitter

د عکس تشریح، ني مواندا نیسمي له پولیسو سره تر نښتې وروسته نیول شوی

د کانګو په دېموکراتیک جمهوریت کې پولیسو د یوې ممنوع ګرځول شوې ډلې مشر ني مواندا نسیمي چې د "نبوت" ادعا یې کړې وه، له متبادلو ډزو وروسته په کینشاسا کې نیولی دی.

پولیسو د نوموړي تر نیولو وروسته پر ټوېټر ویلي "ماموریت ختم شو او هدف ته ورسېدو".

نسیمي د یوې داسې ډلې مشري کوله چې له قانون یې سرغړونې کولې او د پخوانۍ کانګو مملکت د راژوندي کولو موخه یې لرله.

له پنجشنبې ورځې راهیسې پولیسو د کینشاسا په ساکومي سیمه کې د نسیمي د نیولو لپاره د پلازمېنې حدود تړلي وو او د نوموړي لټون یې پیل کړی و.

نسیمي یوه اونۍ وروسته تر هغه نیول شوی، چې د نوموړي ډلې له پولیسو سره د پلازمېنې په څنډو کې نښته وکړه چې لږ تر لږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د بي بي سي خبریال ایمري ماکومینو وايي، د نسیمي د نیولو پرمهال متبادلو ډزو ۴۵ دقیقې دوام وکړ.

د کانګو د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې نښته کې اته کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

د نسیمي تر نیول کېدا وروسته هغه د پولیسو په موتر کې یووړل شو، خلک واټونو ته راووتل او د خوښۍ په پار یې سندرې وویلې.

.

د عکس سرچینه، Christine Tshibuyi

د عکس تشریح، د نسیمي تر نیول کېدا وروسته خلک واټونو ته د خوشالۍ لپاره راووتل

مواندا نسیمي څوک دی؟

  • نوموړی کینشاسا پوهنتون کې د کیمیا ښوونکی او په ۲۰۰۶ کال د پارلمان غړی و.
  • له لږکي ټبر بکونګو سره تړاو لري.
  • هغه په ۱۹۸۶ کال د "بونډو دیا کانګو" په نامه یو خوځښت جوړ کړی و چې د کانګو جمهوريت، کانګو برازاويل، انګولا او ګابون په ځينو برخو کې يې د پخواني شاهي نظام رامنځته کول غواړي او له نورو توکمونو غواړي چې له مرکزي کانګو ووځي.
  • په ۲۰۱۷ کال، هم نسیمي تاوتریخوالي ته د هڅونې په تور ونیول او بندي شوی و، خو ملاتړو یې وسلې راواخیستې او پر زندان یې برید وکړ او نوموړی یې خوشی کړ.
  • په ۲۰۱۹ کال د کانګو ولسمشر، نسیمي وباښه.