ډونلډ ټرمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان مرسته دروي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، حکومت ته یې امر کړی چې د روغتیا نړیوالې ادارې له بودیجې سره همکاري ودروي.
ښاغلي ټرمپ وویل، دا اداره د کورونا وېروس له نړیوالې وبا سره په خپلو دندو کې پاتې را غلې ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو دا اداره تورنه کړه چې په چین کې د کورونا له ښکارېدو وروسته یې د دې وېروس په "خپرېدو پرده اچولې او ناسم یې اداره" کړی دی، ځکه باید "ځواب ووايي".
ښاغلي ټرمپ دا اداره د چین په ګټه په تعصب تورنه کړه.
د امریکا ولسمشر خپله په کور کې هم له دې وبا سره د مقابلې د څرنګوالي له امله له نیوکو سره مخ دی.
نوموړي سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس په هکله خپل ورځني خبري کانفرنس کې وویل:
"حکومت ته مې امر وکړ چې پر روغتیا نړیواله اداره بودیجه ودروي، چې د کورونا وېروس خپرېدو کې د دې ادارې په سخت بد مدیریت او پر بشپړ خپراوي یې د پردې اچولو رول وارزول شي.
د هغه په خبره:"د روغتیا نړیواله اداره د خپلو لومړنیو دندو تر سرولو کې بریالۍ نه وه او باید ځواب ووايي".
امریکا دا مهال نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو تر ټولو لوی مرکز دی؛ په دې وېروس پکې پنځه لکه شپږ نوي زره کسان اخته شوي او تر پنځه ویشت زرو ډېر ترې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ګبریسیوس تېره اونۍ دې برخه کې د دې ادارې له چارو دفاع وکړه او د کورونا وېروس د نه سیاسي کولو غوښتنه یې وکړه.
کله چې د امریکا ولسمشر دا اداره په "چین محورۍ" تورنه کړه او ویې ویل، دې وبا ته غبرګون کې یې بد عمل کړی دی، نو ده د دې تور په ردولو سره وویل:موږ ټولو هېوادونو ته نږدې یو، له تبعیض پرته عمل کوو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم هغه مهال وویل، د دغه هېواد حکومت د روغتیا نړیوالې ادارې سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي:
" ادارې باید ګټورې وي، هغې موخې ته باید ورسېږي چې ورته ټاکل شوې ده".
په دا مهال ډاکټر تدروس مالي ګواښ کم بولي او وايي باوري دی چې امریکا به دا بودیجه ور کوي.
کورونا وېروس تېر ډیسمبر د چین ووهان ښار کې ښکاره شو او د دې ښار قرنطین تېره اونۍ پای ته ورسېد.
د روغتیا نړیوالې ادارې یوه سلاکار مخکې وویل، لومړنیو پړاوونو کې د دې ناروغۍ د پېژندلو لپاره له چین سره د دې ادارې نږدې همکاري ضروري وه.
امریکا د روغتیا نړیوالې ادارې یوه مهمه مالي ملاتړې ده؛ په داسې ډول چې نږدې ۱۵ سلنه بودیجه یې برابروي او دا مرسته هم دواطلبانه ده.
غبرګونونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، اوس د روغتیا نړیوالې ادارې د سرچینو کمولو مناسب وخت نه دی:
"اوس د دې ورانوونکې وبا د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې اوږه په اوږه همکارۍ او یووالي وخت دی".
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ډیموکراټ غړي سناتور بن کارډین هم یوه بیان کې لیکلي:
"د یو بل ملامتولو سره د روغتیا له روان عمومي کړکېچ، نه خلک او نه هېواد ژغورلی شو، خو ولسمشر ټرمپ بیا هم نور په فرضي تېروتنو تنبه کوي او دا ناسمه ادعا هم کوي چې کورونا وېروس ته د امریکا د حکومت غبرګون بې ساری دی".
د هغه په خبره، د نړیوالې وبا بهیر کې له روغتیا نړیوالې ادارې سره مرسته درول "بې مسوولیته، بې منطقه او خورا ساده دي".
د هغه په خبره، ډېرې نیمګړتیاوې شته، خو د داسې ادارو له سا بندولو مخکې- چې له دې کړکېچ د تېرېدو لپاره په نړیواله کچه جوړې شوې- اول باید صبر وکړو.









