تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا کې د زیتون ونې په وژونکې ناروغۍ اخته شوې دي
ساینسپوهان وايي، هغه خونړی چینجی یا میکروب چې د زیتونو پر ونو لګېدلی، ښايي اروپایانو ته ۲۰ میلیارده یورو زیان واړوي. دوی دغه چینجی کسیلیلا فستیدیوزا بولي چې په ایټالیا کې یې د زیتونو خورا پراخو باغونو ته زیان اړولی.
یاد میکروبونه خځنده و خپاره کړي او اوس تر اسپانیا او یونان پورې رسېدلي دي او داسې اندېښنې هم ورسره راپورته شوې چې له کبله به یې د زیتونو بیې لوړې شي.
کسیلیلا نومي دغه ویروسي میکروب په ټوله نړۍ کې د ونو او بوټو لپاره خورا زهرجن بلل کېږي او د ماهرینو په وینا د اوس لپاره درمل هم نه لري.
دغه ناروغي د ځینو پر بېلا بېلو ونو، او همدا راز د زیتون او بادام پر ونو اغېز کولای شي.
پر دغه ویروس له اخته کېدو وروسته ونه د تنې، ریښو او تنې تر منځ د اوبو او غذا خوځولو وړتیا له لاسه ورکوي او وروسته وچېږي.
د ایټالیا په باغونو کې ۲۰۱۳ کال کې لومړی ځل دغه نباتي ناروغي راڅرګنده شوه او اټکل کېږي چې په حاصلاتو کې یې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی.
په ایټالیا کې د ونو - بوټو ساتنې او پالنې انسټیټیوټ ډاکټره ماریا ساپوناري وایي، د زیتونو باغونو ته له زیان رسېدو سره د ځمکې ارزښت هم کم شوی او د دغې سیمې د سیلګرۍ اهمیت هم لږ شوی دی.
نوموړې زیاتوي چې ځايي اقتصاد ته یې هم زیان ډېر دی او د کرڼې برخه کې په کار بوخت کسان هم ور سره بې روزګاره شوي.
بل لور ته دغه میکروب اوس د ایټالیا تر څنګ په پرتګال، فرانسه او اسپانیا کې هم لیدل شوی دی.
د هالنډ ویجینینګین پوهنتون څېړونکو په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي دي، که په اسپانیا کې دغه ناروغي ډېری ونو ته ورسېده، په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به یې یوازې دغه هېواد کې د زیان کچه ۱۷ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.
کارپوهان وايي که د ناروغي خپریدو کچه کمه شي یا داسې ونې وکرل شي چې له دغه ډول میکروب سره مقاومت ولري، ښايي د زیان کچه هم ورسره کمه شي.
په داسې حال کې چې د زیتونو دوه ډوله ونې داسې پېژندل شوې دي، چې له ویروسي نباتي ناروغیو سره د مقاومت وړتیا لري، ساینسپوهانو په دې اړه د لا نورو څېړنو غوښتنه کړې ده.
د دغې تازه څېړنې په اړه معلومات د ساینس ملي اکاډیمۍ (پي این اي ایس) په توضیحي ژورنال کې خپاره شوي دي.