توده هوا به کورونا وېروس له منځه یوسي او که نه؟

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, رېچرډ ګرې
    • دنده, بي بي سي

ځينې په دې تمه دي چې د تودوخې په زیاتېدو سره به د کورونا وېروس هم ختم شي. خو د عامو موسمي ناروغیو اپوټه د کووېډ ۱۹ غوندې ناروغيو کې دا کیسه توپير لري.

زیاتره ساري ناروغۍ د هوا له بدلون سره له منځه ځي. لکه زکام، چې په عمومي ډول په ژمي کې خپرېږي خو په اوړي کې ورکېږي.

خو د سترې تبې يا ترټکې ناروغي په ګرمۍ کې پېدا کېږي او د شري ناروغي بیا په تاوده موسم کې کمېږي. نو ځکه په دې کې د حېرانۍ هيڅ خبره نشته چې که خلک پوښتنه کوي، پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ به د موسم بدلون کوم اغېز وکړي او که نه؟

تېرکال د ډسمبر میاشتې په منځ کې په چین کې لومړی ځل پېدا شوی دغه کورونا وېروس په ډېرې چټکۍ سره اوس په نړۍ کې خپور شوی او تر چين بهر په اروپا او امریکا کې دغه وېروس د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.

ساري یا لېږدېدونکې ناروغۍ تر ډېره په سړو سيمو کې خپرېږې. ځکه دا نظر عام شوی چې د ګرمۍ په راتګ سره به کورونا وېروس هم ختم شي.

که څه هم ډيری کارپوهانو خبرداری ورکړی چې خلک دې د دغه وېروس د له منځه تلو په برخه کې پر تاوده موسم تکیه نه کوي. د کارپوهانو دغه له احتیاطه ډکه نظر تر یوه بریده سم هم دی.

کورونا
کورنا

دا وېروس - چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ لامل شوی او د SARS-CoV-2 نوم ورکړل شوی- دومره نوی وېروس دی چې په اړه يې کافي مالومات لا نشته. نو ځکه تر اوسه دا نده روښانه چې د موسم بدلون به کوم اغېز ورباندې کوي او که نه؟

د سارس په نوم دې ته ورته وېروس ډېر زر کابو شوی و، که څه هم د هغه په اړه هم ډېر مالومات نه وو چې د موسم بدلون څه وړ تاثیر ورباندې کړی و؟

خو د دغه وېروس غوندې په ځينو نورو هغو وېروسونو کې -چې انسان ته زیان رسوي- داسې څرک شته چې دا پوښتنه تر یوه بریده ځوابولی شي.

لس کاله مخکې د سکاټلېنډ په ایډنبرا پوهنتون کې د ساري ناروغیو اړوند یوه څېړنه شوې وه. په دې څېړنه کې په ډاګه شوه چې د کورونا درې ډوله وېروسونه په ساړه موسم پورې تړلي.

خلکو ته هغه وېروسونه ظاهراً په ډسمبر او اپرېل میاشتو کې لګېدلي وو. ورته احتمال په انلفونزا کې هم و.

د کورونا د یوه څلورم ډول وېروس په اړه مالومه شوه چې زیاتره يې هغه کسان ناروغ کړي وو چې د بدن د مدافعت ځواک يې کمزوری و. دا وېروس ډېر عام نه و.

دا ځینې لومړنۍ نښې نښانې دي چې ښايي د هوا یا موسم بدلون په کووېډ ۱۹ هم اغېز وکړي. په ګرده نړۍ کې د دې نوې ناروغۍ خپرېدل دا ښکاروي چې سوړ او وچ موسم يې په خپرېدو کې مرسته کوي.

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د یوې تازه څېړنې له مخې-چې تر اوسه نه ده خپره شوې- په ټوله نړۍ کې په پرتليز ډول د داسې پنځه سوه سيمو د موسمي بدلونونو جاج اخیستل شوی چې پر کووېډ ۱۹ اخته ناروغان پکې دي.

په دغه تحقیق کې پر کورونا وېروس د تودوښې، د هوا د چټکتیا او په هوا کې د رطوبت موجودیت ته اشاره شوې چې د دغه وېروس پر خپرېدو اغېز پرېباسي.

په یوې بلې ناخپرې شوې څېړنې کې هم د کوېډ ۱۹ ناروغۍ د کم خپرېدو لامل په تودې هوا پورې تړلی ښودل شوی. خو په دې څېړنې کې دا هم ویل شوي چې په نړيواله کچه د دې وبا د مخنيوي په برخه کې تودوښه یوازینی لامل نشي کېدلی.

په یوه بل ناخپاره شوي تحقیق کې ویل شوي چې د تړمې يا د معتدلې او سړې هوا لروونکې سيمې د کورونا وېروس د خپرېدو لپاره تر ټولو غوره سيمې دي.

په دې پسې د وچ موسم لروونکې سيمې یادې شوې دي چې کورونا وېروس وده پکې کوي خو ګرمسېره سيمې له دې پلوه له کم خطر سره مخ سيمې بلل شوې دي.

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

خو دا چې يو کال وروسته به په دې برخه کې څه شوي وي، د باور وړ څېړنو او د شمېرو د نشتوالي له کبله یوازې د کمپيوټر پر مټ پر یو لړ بريښنايي موډلونو تکیه کېږي او مالومات خپرېږ

ستونزه دا ده چې ځینې خطرناکې ساري ناروغۍ تر ډېره د عامې وبا غوندې موسمي خاصیت نه خپلوي. د بېلګې په ډول، د 'هسپانوي والګي' په نوم وبا چې له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ پورې خپره پاتې شوه، په اوړي کې یې تر ټولو بد حالت غوره کړی و. په داسې حال کې چې والګی په عمومي ډول په ژمي کې خپرېږي.

د ساري ناروغیو د مخنيوي کارپوه پروفېسر جېن البرټ وايي چې 'موږ هیله من یو کووېډ ۱۹ ناروغي به له یوې نړيوالۍ وبا پر یوې سيمييزې ناروغۍ بدله شي. '

د ده د دې خبرې مطلب دا دی چې دا خطرناکه ساري ناروغي به په یوې عامې ناروغۍ بدله شي چې د عام والګي په څېر به ځي راځي. یاني خطر به يې د اوس غوندې نه وي.

پروفېسر البرټ وايي چې که هوا یا موسم پر دغه وېروس کوم اغېز ونکړ نو دا به ډېره د حېرانۍ خبره وي.

'مهمه پوښتنه دا ده چې د موسم بدلون به د دې وېروس پر دې ډول-چې د وبا بڼه يې غوره کړې- څنګه اغېز کوي او زور يې څومره اوبه کوي؟ موږ په دې اړه پوره مالومات نه لرو خو د دې امکان شته. '

کورونا وېروس د وېروسونو په 'اینویلپډ وېروس' کورنۍ پورې تړلی دی. یاني دغه ډول وېروسونه په یوه څه پورې نښتي وي یا په یو څه کې پټ وي.

مطلب يې دا دی چې پر دغو وېروسونو د پاسه یوه غوړه نرۍ پرده وي. په لاطيني ژبه کې تاج ته کورونا وايي، د جوړښت له پلوه دې ته ورته څېزونه د ملکې یا پاچا په تاج کې هم کارېږي.

پر دا ډول وېروسونو له څېړنو وروسته په ډاګه شوې چې تر دوی چاپېره دا غوړه پرده په توده هوا کې نری او کمزورې کېږي خو په ژمي کې د ربړ غوندې کلکېږي.

نو ځکه په سړه هوا کې دا پرده وېروس تر ډېره وخته ژوندی ساتي خو په ژمي کې ويلې کېږي. له همدې کبله د داسې پردې لروونکو وېروسونو باندې موسم اغېز پرېباسي.

تر اوسه د شویو څېړنو له مخې مالومه شوې چې په ټوله نړۍ کې دغه تباهي جوړوونکی ويروس پر پلاستيکي او له سټيله جوړو شویو توکو باندې د تودوښې له ۲۱ تر ۲۳ درجې پورې او په هوا کې -چې څلوېښت سلنه نم یا رطوبت ولري- تر ۷۲ ګړیو پاېدلی شي.

د تودوښې نورې درجې او رطوبت پر دغه وېروس څه وړ اغېز کولی شي، د دې مالومولو ته لا وخت شته.

خو د کورونا وېروس پر نورو ډولونو د څېړنو کوونکو په نظر په څلور درجې تودوښې کې دغه وېروس ۲۸ ورځې ژوندی پاتې کېدلی شي.