تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پنجاب کې ۲۹۶ تبلیغیان په کورونا اخته دي
د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیر عثمان بزدار وایي، د دغه ایالت په ۳۳ ولسوالیو کې ۱۰زره او ۶۳۳تبلیغیان قرنطین شوي دي چې په هغوی کې ۲۹۶ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
ښاغلي بزدار په خپل ټویټ کې لیکلي چې په دې ایالت کې پر کویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۱۳۳ ته رسېدلی چې تر روغتیايي څار لاندې دي:
"د کورونا وېروس ۳۱۲ بېلابېلې پېښې د نورو زیارت کوونکو دي، پاتې نور ۵۲۵ یې د نورو ولسوالیو دي."
پاکستان پرېکړه کړې وه چې د کورونا وېروس د مخنیوي په خاطر يې هغه ټول تبلیغیان په هغو جوماتونو کې قرنطین کړي چې دوی د تبلیغ لپاره ورغلي دي.
دوی په داسې حال کې دا پرېکړه کړې چې په دې وروستیو ورځو کې د دې هېواد په پنجاب، خېبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې لسګونه تبلیغیان پر کورونا وېروس اخته شوي او څو یې مړه شوي هم دي.
د خېبرپښتونخوا د ایالتي ادارې د معلوماتو له مخې د رایونډ تر وروستۍ تبلیغي غونډې وروسته دا مهال په ټول ایالت کې له بهرنیو وګړو پرته ۴۰۰۰ تبلیغان په بېلابېلو سیمو کې جوماتونو ته د تبلیغ لپاره لېږل شوي دي.
په داسې حال کې چې په ټول پاکستان کې تر دې شېبې پورې د کورونا پر وېروس ۲۹۲۴ کسان اخته شوي دي چې له ډلې یې په پنجاب ایالت کې ۱۱۹۶، په سند کې ۸۶۴،خېبر پښتونخوا کې ۳۸۳، بلوچستان کې۱۸۵، ګلګت بلتستان کې ۲۰۶، اسلام اباد کې ۷۸ او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۱۲ پېښې ثبت دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا ددې وېروس له امله ۴۵ تنه ترې دمه مړه او ۱۷۰ تنه ترې رغیدلي دي.
په ورته مهال د پاکستان په ګاونډ هند کې هم داسې تورونه لګول شوي چې په پلازمېنه نوي ډیلي کې له یوې تبیلغي اجماع چې کابو یو میلیون کسانو پکې برخه اخیستې وه، کورونا ویروس نورو سیمو ته لېږدول شوی دی.
د دغه ګنګوسو په اړه یوه اندېښنه دا ده چې ښايي د هندي مسلمانانو پر وړاندې په هندۍ ټولنه کې کرکه نوره هم زیاته کړي.
تبیلغیان څنګه فعالیت کوي؟
تبلیغیان وايي چې مومخه يې شپږو دیني اصولو ته کار کول دي، چې کلیمه طیبه، لمونځ، علم او ذکر، اکرام مسلم ( مسلمان ته درناوی) خلوص نیت او دعوت او تبلیغ پکې شامل دي.
د دوی په خبره، د دې لپاره کار کوي چې ټول مسلمانان په بشپړ ډول د الله تعالی د احکامو او د اسلام د پیغمبر له طریقو سره سم ژوند کولو باندې پوه او خبر کړي.
تبلیغي تحریک پر دعوت د پوهېدو لپاره نصاب هم ټاکلی، چې له مخې یې نوي کسان لومړی د درېیو ورځو او بیا د څلوېښتو ورځو، څلورو میاشتو او یوه کال لپاره په خپل هېواد کې دننه او یا له هېواده بهر د تبلیغ لپاره سفر کوي.
تبلیغیان سنیان دي، خو په غونډو کې یې د نورو مذهبونو پېروان هم برخه اخلي.