کورونا وېروس: هرات کې ۴ تازه پېښې او د نورې نړۍ وروستی حال

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارشنبه وویل چې په هرات کې د کورونا وېروس ۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۴ تنو ته رسېدلی دی. داروپا په ګڼو هېوادونو کې وضعیت لا هم جدي دی او هره ورځ سلګونه کسان له دې ناروغۍ مري.
افغانستان له ایران سره پر پوله پرتو دریو ولایتونو کی ګرځبندیز اعلان کړی و، او د راپورونو له مخې چارشنبه په پوره توګه په هرات کی عملی شو، خو فراه او نیمروز کی وضعیت ډېر بدل نه ښکارېده.
د راپورونو له مخې هرات کی يوه ښځه هم د کورونا وېروس له کبله مړه شوې ده. پرون هرات کی په کورونا وېروس۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
پاکستان کې ګرځبندیز لا نور سخت شو:
په پاکستان کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي. د حکومت د وروستیو شمېرو له خې په دې هېواد کې ۱۰۶۳ کسان کورونا وېروس لري، او تر دې دمه ۸ کسان ترې مړه شوي دي.
بله خوا د خیبر پښتونخوا حکومت په ټول ایالت کې د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړې، چې له مخې یې پر هر ډول غونډو او راټولېدو بندیز لګول شوی دی.
دا بندیز به د دوه اوونیو لپاره دوام کوي او حکومت خبرداری ورکړی چې سرغړوونکو سره به سخت چلن کېږي.
د سند یالت حکومت هم اعلان کړی چې د شپې له ۸ بجو وروسته هېڅوک اجازه نه لري چې له خپلو کورونو بهر ووځي. سند ایالت پاکستان کې د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر ځپل شوی دی.
د نړۍ په کچه د مړو شمېر له ۲۰ زرو واوښت:

د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا د جان هاپکېنز پوهنتون اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس له کبله د نړۍ په کچه د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی دی.
دې امریکایي پوهنتون همدا راز ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې اوس څه باندې څلور نیم لکه کسان په کورونا وېروس اخته دي.
په اسپانیه کې چارشنبه یو ځل بیا خونړۍ ورځ وه او کابو ۷۳۸ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شول.
په ټوله اسپانیه کې تر دې دمه ۳۴۳۴ کسان د دې وېروس له کبله مړه شوي دي، او دا شمېره اوس په چین کې د مړو له شمېر پورته ده.
ایټالیا کې هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۶۸۳ کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي او په دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر له ۵ زرو اوښتی دی.
د امریکا سنا کې جمهوریت پال او دېموکراتان د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د ۲ ټریلیونه ډالرو په ځانګړې بودیجه سره سلا شوي دي.
هاخوا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د کورونا وېروس له کبله په اساسي قانون کې بدلون په تړاو ټولپوښتنه ځنډولې ده.











