تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړيوال سازمان: ځوانان هم له کورونا وېروس خوندي نه دي
د روغتیا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې ځوانان هم له کورونا وېروس خوندي نه دي او باید عمرخوړلو خلکو سره د ناستې پاستې او راشه درشه له کبله هغوی له خطر سره مخ نه کړي.
د دغه نړيوال سازمان په خبره، سمه ده چې د ډېر عمر لرونکي کسان تر نورو ډېر له دې خطر سره مخ دي، خو ځوانان هم ترې خوندي نه دي او باید خپل خونديتابه ته پام وکړي.
د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس ادانوم جېبرېسوس ویلي، دا اوس د ځوانانو په لاس کې ده چې څنګه د یو چا د مرګ او یا د ژوند سبب ګرځېدلی شي.
په ټوله نړۍ کې د کورونا (کوېد-۱۹) وېروس له کبله تر یوولس زرو ډېر کسان مړه شوي دي او په ټوله کې نژدې ۲۵۰ زره کسان پر دې وېروس اخته ښودل شوي.
د روغتیا نړيوال سازمان مشر دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې د ځینو رپوټونو له مخې، په بېلا بېلو هېوادونو کې ځوانان د دې وېروس په مقابل کې دوی ته ورپېښ خطر بابېزه ګڼي، ځکه چې تر ډېره عمر خوړلي کسان ګواښي.
ښاغلي ټېډروس ویلي، ''زه ځوانانو ته یو پيغام لرم. تاسې خوندي نه یئ، دا وېروس تاسې د څو اوونیو لپاره روغتون ته رسولی شي، ان وژلی مو هم شي. که تاسې ناروغ هم نه شئ خو دا اوس ستاسې په لاس کې ده چې چېرې لاړ شئ ژوندي به پاتې شئ او چېرې باید لاړ نه شئ که نه نو مړه به شئ.''
د کورونا وېروس کوېد-۱۹ لومړۍ پېښه په تېر ديسمبر کې په چین کې ثبت شوه، خو اوس د دې وبا مرکز اروپا ښودل شوی.
ايټالیا:
په ايټالیا کې کورونا وېروس تر بل هر هېواد ډېر خلک وژلي دي.
هلته له دې کبله یوازې تېره جمعه (۱ وری/۲۰ مارچ) ۶۲۷ تنه مړه شول چې له دې سره هلته د ټولو مړو شویو شمېر ۴۰۳۲ ته ورسېد. دا د دې وبا له خپرېدو راهیسې د یوه هېواد لپاره تر ټولو مرګونې ورځ وه.
هلته د کوېد ۱۹ له کبله د مړو شویو عمر په منځني ډول شاوخوا ۷۸ کلني ښودل شوې.
برتانیا:
په برتانیا کې له تېرې جمعې (۱ وری ۱۳۹۹/ ۲۰ مارچ) راهیسې کورونا وېروس سره د مقابلې په موخه چایخونې، مېخانې او خوړنځي تړل شوي دي. خو کور ته د خوراکي توکو د وړلو اجازه شته.
د دې هېواد لومړي وزیر بورېس جانسن د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، ''د برتانیا ټولو شپنيو کلبونو، تیاترونو، سينماګانو، د بدن ښکلا ورزشځایونو او سېلځيو ته هم -هرڅومره ژر چې مناسبه وي- د تړل کېدو سپارښتنه شوې ده''.
د ښاغلي جانسن په خبره، هره میاشت به پر حالاتو او شرایطو بېرته له سره کتنه او غور کېږي.
همدې ته ورته ګامونه د ايرلنډ په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې هم پورته شوي دي.
په اېنګلېنډ کې ۱۶۷، په سکاټلېنډ کې شپږ، په وېلز کې درې او په شمالي ايرلنډ کې یو تن د کورونا وېروس له کبله ژوند بایللی دی.
امریکا:
د نیویارک ایالتي حکومت د نااړینو کاروبارونو د بس کولو اعلان کړی او تر ډېره يې د راشه درشه لپاره له کاناډا او مکسيکو سره پوله تړلې ده. دې ته ورته ګام په کلیفورنیا ایالت کې هم پورته شوی.
په امریکا کې په هرو پنځو کارکوونکو کې یوه ته ویل شوي چې له کوره کار وکړي. د دغه امر له مخې په ټوله امریکا کې لسګونه ميلیونه خلک پخپلو کورونو کې پاتې کېدو ته اړایستل شوي دي.
د دغو بندیزونو پر بنسټ به زیاتره کارځي تړلي وي، اوسېدوونکي به پخپلو کورونو کې پاتې وي خو د سودا، درملو او ګاز اخیستلو لپاره وتلی شي.
د نیویارک والي انډرېو کومو پر ټولو غونډو بندیز لګولی او له کارمنانو يې غوښتي چې که ډېر اړین کار نه وي نو په کور کې دې پاتې شي. دا بندیزونه وروسته له هغه ولګېدل چې په نیویارک کې د کورونا اوه زره پېښې ثبت شوې.
دا شمېره د امریکا د نورو ټولو ایالتونو پر تله لوړه هغه ده. په دغه هېواد کې کورونا وېروس له ۲۳۰ تنو ژوند اخیستی او تر ۱۸۵۰۰ ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
اسپانیا:
په اسپانیا کې پوځي ګزمو ته امر او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که له کوم مهم دلیل پرته څوک له کوره ووځي نو و به نیول شي.
فرانسه:
په فرانسه کې پولیس وايي، د پاریس د اورګاډو په تمځیو کې ګزمو ته په ټينګار سره ویل شوي چې خلک دې په رخصتیو کې له سفرونو منع کړي.
انډونیزیا:
د انډونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې به له دوشنبې ورځې (۴ وری / ۲۳ مارچ) بېړنی حالت پلی شي چې له مخې به يې میخانې، سېنماګانې او بېلا بېل نور کاروباري ځایونه وتړل شي.
افغانستان:
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۴ ښودل شوی.
پرون (وري ۱/ مارچ ۲۰) دغه وزارت وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې يې دوه نورې مثبتې پېښې ثبت کړې دي او دواړه پېښې له ایران سره پر پوله پروت ولایت هرات کې دي. چارواکو ویلي چې دغه دوه کسان هم له ایرانه هرات ته ستانه شوي وو.
د دوی په خبره، پر کورونا ويروس اخته ټول کسان له ایرانه افغانستان ته راغلي دي.
سږ کال په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د نوي کال د لمانځنې مراسم پيکه وو او له خلکو غوښتل شوي چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته دې له تګه ډډه وکړي. سږ په مزار شریف کې د نوروز جنډه- چې هر کال به د وري پر لومړۍ ورځ د زرګونو خلکو په مخ کې پورته کېده- سږ کال د شپې پورته شوه.
همدا راز دغه افغانستان له ځينو نورو هېوادونو سره دوه اړخيزې الوتنې هم درولې دي. د ملکي او هوايي چلند اداره وايي، له دې کبله کورنیو هوايي شرکتونو نږدې ۱۸ میلیون ډالر تاوان کړی دی.
ایران:
په ایران کې د دولت د شمېرو له مخې تر اوسه تر ۱۹ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي او ۴۳۳ کسان یې له کبله مړه شوي دي.