کورونا وېروس: کاناډا له امریکا پرته له ټولو هېوادونو سره پولې تړي

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

له کورونا سره د مبارزې لپاره د اروپايي دولتونو له خوا د محدوديتونو لگولو او پولو تړلو پسي _ اوس د کاناډا لومړي وزير جستن ترودو اعلان کړى چې د هېواد پولې به نژدې د ټولو پر وړاندې وتړل شي، خو د امريکا متحده ايالتونه پکې نه راځي.

هغه همدارنگه له کاناډايانو وغوښتل څومره چې ممکن وي په خپلو کورونو کې پاتې شي.

روسيه سر له سبا دې هېواد ته نژدې د ټولو بهرنيانو پر سفر بنديز لگوي.

ولسمشر ټرمپ پر امريکايانو غږ کړى چې تر لسو د ډېرو کسانو له ټولېدو او بارونو او رسټورانټونو ته له تلو ډډ وکړي او يوازې او يوازي اړين سفرونه وکړي.

په همدې حال کې د روغتيا نړيوال سازمان مشر د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې لا کلک گامونه پورته کړي.

په اروپا کې جرمني او فرانسه هغه دوه وروستي هېوادونه دي چې د کورونا ویروس له خپراوي د مخنیوي نوي جدي ګامونه یې اوچت کړي، چې له مخې به یې په دغو هېوادونو کې ټولنیز تماس لا ډېر کمېږي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، ډېرو خلکو پر هغه څه عمل نه دی کړی چې ویل شوي وو. هغه وویل خلک باید د مهم دلیل له لرلو پرته له خپلو کورونو ونه وځي، که نه سزا به ور کړل شي.

"د فرانسې د خاورې په هر ځای کې، په اصلي وچه او لرې ځایونو کې یوازې اړین سفرونه باید ادامه ومومي. که اړین وي چې خوراکي شیان واخلئ، نو باید پام وکړئ او لږ ترلږه یو متر خپل واټن وساتئ، پرته له دې چې لاس ور کړئ یا غېږه ورکړئ. اړین تګونه لکه د دارو درملو رانیولو لپاره، کله چې له کوره کار کول ناشوني وي، د کار لپاره تګ او د فزیکي فعالیت لپاره اړین تګونه دې هم د ملګرو او کورنۍ له کتو پرته وشي. "

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل اعلان وکړ چې ناضروري دوکانونه، څښاک ځي او ډېری تفرېحي سپورتي ځایونه دې بند شي. د رستورانتونو د فعالیت وخت دې هم محدود شي او مذهبي غونډې دې وځنډول شوي.

مېرمن مرکل په برلن کې په یوهخبري غونډې کې وویل:

"موږ د موټرو عامه ګرځېدل، څښاک ځایونه، کلبونه، ډسکوګانې او ورته ځایونه، تیاترونه، اوپېراوې، د کنسرت صالونونه، موزیمونه، د حیواناتو پارکونه، د ځانګړو بازارونو د باندې او د ننه تفرېحي ځایونه، قمارخانې او ورته ځایونه بندوو".

په برتانیا کې بیا لومړي وزیر بورېس جانسن له خلکو وغوښتل چې له ناضروري کارونو تېر شي، که شونې وي له کورونو کار وکړي او میندوارې مېرمنې او تر ۷۰ کلونو لوړ عمره کسان لارښوونو ته لا ډېر پام وکړي.

"که تاسې او یا په کور کې مو بل څوک له هغو دوو علایمو یو ولري نو باید د ۱۴ ورځو لپاره په کور کې پاتې شي. دا په دې معنا ده چې که شونې وي تاسې باید د باندې د خوراکي او ضروري توکو د رانیولو لپاره هم ولاړ نه شئ. یوازې د فزیکي تمرین لپاره ولاړ شئ خو له نورو سره خپل واټن وساتئ".

د امریکا په متحده ایالتونو کې هم ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوي لارښودونه ورکړي چې د کورونا وبا مخه پرې ونیسي.

"زما اداره دا وړاندیز کوي چې د ځوانو او روغو په ګډون ټول امریکایان که شونې وي د زدکړې په برخه کې له کوره کار وکړي، تر لسو کسانو ډېرو ډله ییزې ټولېدنې نه دې ډډه وکړي، له ناضروري سفره دې ډډه وکړي، په بارونو او رستورانتونو کې دې له خوراک او څښاکه ډډه وکړي".

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي نړۍ یو له تر ټولو معتبرې موسسې په مصر کې الازهر فتوا ورکړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د جمعې لمونځ او په جوماتونو کې د نورو لمنځونو جماعت لغوه کول جایز دي.

د الازهر د لویو عالمان شورا په یوه رسمي فتوا کې ویلي چې د خلکو ژوند د ژغورلو لپاره د جمعې او په جمع د نورو لمنځونو نه کول جایز دي.

د دې شورا په بیان کې راغلي: " د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې چې وايي، د وېرس اصلي ګواښ په اسانۍ او چټکۍ د هغه په خورېدو کې دی، نو دا فتوا د اسلامي شریعت د لویو موخو سره سمه ده چې هغه د ژوند خوندي کول او له ټولو خطرونو او زیانونو د هغه ساتل دي."

فتوا کې راغلي چې خلک دې د جمعې ورځې پر ځای د عادي ماسپښین لمونځ په کورونو او یا داسې ځایونو کې وکړي چې ګڼه ګوڼه نه وي.