تایلنډ: بازار کې پر خلکو د پوځي افسر ډزو کې ۲۰ کسان وژل شوي

تایلنډ کې پولیس وايي، د دغه هېواد په ناخونراتچاسیما نومي ښار کې یوه پوځي په ډزو ۲۰ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

روغتیا پالان وايي، پېښه کې ۳۱ کسان ټپیان شوي دي چې د ۱۰ روغتیا ښه نه ده، خو د مرګژوبلې شمېر ډېرېدو وېره څرګنده شوې.

برید د مشکوک بریدګر په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د دفاع وزارت یوه ویاند بي بي سي تايي څانګې ته وویل، چکراپهانت تهوما نومي دغه ټیټ پوړي پوځي له یوه پوځي کمپه د وسلې او مرمیو له غلا کولو مخکې پر خپل قومندان هم برید کړی دی.

وروسته دغه پوځي د پلازمېنې بنکاک په شمال ختیځ کې د بودایانو پر یوه معبد او نژدې بازار کې پر خلکو ډزې وکړې.

پر ځايي رسنیو هغه تصویري کلیپونه خپاره شوي چې دغه مشکوک بریدګر پکې ښکاري چې له موټره راوځي او په موانګ بازار کې د ټرمینل ۲۱ نومي مارکیټ پر خلکو داسې حال کې ډزې کوي چې خلک یوه بل لور ته تښتي.

په یوه بل کلیپ کې بیا د شاپنګ مال له ودانۍ بهر د ډزو صحنه لیدل کېږي. د مارکیټ له ودانۍ هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د تایلنډ دفاع وزرات چارواکي وايي، له مارکیټه سلګونه کسان روغ رمټ ایستل شوي دي، خو په وینا یې داسې وېره شته، چې لسګونه کسان لا هم ایسار پاتې دي.

چارواکو سیمه کلابند کړې او وايي، هڅه کوي چې دغه بریدګر ومومي چې ویل کېږي په ودانۍ کې دننه دی.

دوی د مشکوک بریدګر مور د مارکیټ ودانۍ ته د دې لپاره راوستې چې له هغه د تسلیمېدو غوښتنه وکړي.

پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په کورونو کې دننه پاتې شي.

د امنیتي کمرو په تصویرونو کې بریدګر د مارکیټ په ودانۍ کې لیدل کېږي چې ټوپک یې پورته نیولی. په ځینې نورو تصویرونو کې د ودانۍ څنګ ته د اور لمبې هم لیدل کېږي، چې د ځینې رپوټونو له مخې ښايي د ګازو پر ډبې د مرمۍ لګېدو له کبله لګېدلی وي.

د تایلنډ روغتیا وزیر له خلکو غوښتي چې د پېښې ټپیانو درملنې لپاره د وینې مرسته وکړي.

بل لور ته لومړی وزیر پریوت چان اوچا پېښه له نژدې څاري او د یوې حکومتي ویاندې په خبره د پېښې قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

تر اوسه د دغه برید انګېزه معلومه نه ده، خو د برید بهیر کې هم دغه کس پر خواله رسنیو پیغامونه خپاره کړي او پر فېسبوک یې یوه پیغام کې پوښتنه کړې، چې ایا تسلیم شي او که نه.

دغه کس له دې مخکې په یوه بل پیغام کې د یوې تمانچې او مرمیو تصویر خپور کړی و او ترې لاندې یې لیکلي و:

''وخت راورسېد، چې هیجاني شم ''.

فېسبوک وروسته د دغه مشکوک بریدګر حساب پاڼه وتړله او ورسره لیکل شوي:

''موږ په تایلنډ کې د دغې غمیزې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوو. پر فېسبوک د داسې کسانو لپاره هیڅ ځای نشته چې دغه ډول ظلم کوي او نه به موږ چا ته اجازه ورکړو چې دغه برید وستايي یا یې ملاتړ وکړي. ''