چین څو ورځو کې ۱۰۰۰ بستریز روغتون جوړ کړ

چین وهان ښار کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره څو ورځو کې زر بستره روغتون جوړ کړ.

چین وهان ښار کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره څو ورځو کې زر بستره روغتون جوړ کړ.

پنځه ویشت زره مربع متر کې جوړ هوشیشان روغتون له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره له دوو روغتونونو یو دی، چې د دوشنبې په ورځ یې عملي کار پیل کړ.

پر کومه ځمکه چې روغتون جوړ شوی، د جنورۍ پر ۲۴ یې ځمکه هواره کړل شوه او بنسټ یې کېښودل شو.

د چین د روغتیا چارواکي وايي، تراوسه په کرونا اخته ۳۰۴ کسان مړه شوي،

همدارنګه دغه هېواد او بهر کې ۱۷ زره کسان په دې ویروس اخته شوي.

پر دې سربېره ۲۲ نورو هېوادونو کې هم له سلو ډېر کسان تشخیض شوي چې په دې مرض اخته دي.

دا د سارس ویروس د مریضانو له شمېر ډېر دی چې له شلو ډېرو هېوادونو کې پر ۲۰۰۳ کال ګډ شوی و.

هغه مهال اته زره سل کسان له سختې سالنډۍ سره مخ و.

کرونا ویروس د چین وهان کې پیل شو چې نږدې یوولس میلیونه وګړي لري.

د چین رسنۍ وايي، هوشیشان روغتون زر بستره دی.

د دې روغتون د جوړولو چارې د چین په دولتي رسنۍ خپرېدې او ډېر شمېر خلکو دا پروګرامونه لیدل.

د چین ګلوبل ټایمز وايي، دا خپرونې څلوېښت میلیونه کسانو لیدلې دي.

د خپرونو له امله په ودانیزو چارو کې کارېدونکي موټر هم ښکلي کړل شوي وو.

د سیمټ جوړولو ماشینونو ته خلکو نوي نومونه ور کړل، لکه د سیمټ پاچا، لوی سپین سوی.

هوشیشان روغتون پر ۲۰۰۳ کال د سارس ویروس پر مهال بېجینګ کې د جوړ شوي روغتون په څېر دی.

ژتانګشان روغتون اوو ورځو کې جوړ شو چې دې سره یې د ژر جوړېدو نړیوال ریکارډ مات کړ.

د نړیوالې روغتیا د بهرنۍ برخې مسوول یازهونګ هوانګ وايي، د لویو لویو پروژو ژر بشپړېدو کې چین نوم لري.

د بېجنګ د روغتون په څېر مواد هم دې نوي روغتون کې کارول شوي دي.

هوهانګ وايي، له ټول هېواد انجینران بلل شوي و چې دا روغتون په ټاکلي وخت بشپړ کړي.

انجینري کارونو کې چین ډېر مهارت لري او خورا اسمانڅکې ودانۍ په دومره لنډ وخت کې بشپړوي چې د لوېدیځوالو لپاره یې تصور هم ممکن نه دی.

.