تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر ټرمپ منځني ختیځ کې د سولې لپاره خپل پلان اعلان کړ
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختیځ سولې په تړاو خپله هغه پلان وړاندې کړی، چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده.
نوموړي ژمنه کړې چې یروشلم 'بیت المقدس ' به له وېش پرته د اسراییل پلازمېنه پاتې شي. نوموړي د ( دوو دولتونو حقیقي حل) په توګه دغه طرح وړاندیز کړې او په وینا یې له طرحې وروسته به هيڅ اسراییلی او فلسطینی نه بې کوره کېږي.
ښاغلي ټرمپ په داسې حال کې چې په واشنګټن کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو تر څنګ ولاړ و وویل، د ده پلان 'د فلسطینیانو لپاره وروستی فرصت کېدای شي.'
خو فلطسینیانو وار له مخه دغه پلان چې جزیات یې افشا شوي وو رد کړی.
د دغه پلان مسوده چې د ولسمشر ټرمپ د زوم جارید کوشنر تر څارنې لاندې چمتو شوې، پټه ساتل کېده. د ځینو په اند چې دغه پلان یې 'د پېړۍ جوړ جاړی' باله، دا د نړۍ تر ټولو اوږده شخړه پای ته رسولای شي.
اسراییل د امریکايي وړاندیزونو له کبله مننه کړې، خو فلسطینیانو له مخکې رد کړي او 'یو لوریز' یې بللي.
د سې شنبې پر ورځ زرګونه فلسطینیانو په غزه تړانګه کې احتجاج کړی او اسراییلو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
له دې مخکې د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره له لیدو وروسته اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د ښاغلي ټرمپ ستاینه وکړه او هغه یې 'په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو تر ټولو ښه ملګری چې' وباله.
نوموړی وویل: ''د سلیزې جوړجاړی د سلیزې فرصت دی، چې موږ نه شو کولای ترې تېر شو.''
اسراییلي چارواکي وايي، ښاغلی نتنیاهو به د چهارشنبې پر ورځ مسکو ته لاړ شي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره د دغو وړاندیزونو په هکله خبرې وکړي.
د اسراییل اپوزیسیون مشر بینې ګانتز چې د دوشنبې پر ورځ یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، دغه پلان ''پام وړ او تاریخي پړاو'' بللی دی.
بل لور ته د فلسطین بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي:
''امریکايي اداره به یوازې یو فلسطینی هم داسې و نه مومي چې د دغې پروژې ملاتړ وکړي. د ټرمپ پلان د پېړۍ یوه داسې دسیسه ده چې فلسطینیانو هدف له منځه یوړل شي.''
د سې شنبې پر ورځ د کورواکي فلسطین ولسمشر محمود عباس د دغه پلان په هکله د خبرو لپاره د فلسطیني مشرتابه یوه بېړنۍ غونډه بللې وه.
فلسطینیانو د ۲۰۱۷ کال په دیسمبر کې له هغه وروسته د ټرمپ له ادارې سره اړیکي پرې کړل چې ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند او د امریکا سفارت یې له تل ابیب نه بیت المقدس ته ولېږداوه.