هغه سړی چې انګ سان سوچي یې نړیوالې محکمې ته راوستله

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګمبیا عدلیې وزیر ابو بکر تمبادوا کړنو انګ سان سوچي دې ته اړه کړه چې د هاګ په محکمه کې د خپل پوځ په لاس له ټولوژنې دفاع وکړي.
څنګه چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړه محکمه د لا زیاتو وژنو د مخنیوي په اړه د ګام اخیستو امر کوي، بي بي سي هغه تن ته کتنه کړې چې د نوبل جایزې ګټونکې یې وننګوله.
ابو بکر تمبادوا له خپل وطنه لیرې، د روهېنګیا ګډوالو د یوه کمپ پر څنډه ناست و چې دا فکر ور په زړه شو.
هغه وايي، د قربانیانو په کیسو کي مې "د ټولوژنو بوی" حس کړ چې د میانمار (برما) له پولې رادېخوا بنګله دېش کې لا تر پزه کېده:
"هلته مې پام شو چې کیسه تر هغو راپورونو ډېره جدي وه چې مو د تلویزیون پر پرده لیدلي وو."
"پوځیانو او عامو وګړو به په سیستماتیکه توګه د روهېنګیایانو پر ضد بریدونه پلانول، د هغوی کورونه به یې وسېځل، د میندو له غېږو به یې ماشومان واخیستل او اور ته به یې واچول، نارینه به یې راټول او بیا وویشتل، پر نجونو به یې ډله ییز تېري وکړل او هر ډول جنسي کړاوونه به یې په ولیدل."

د عکس سرچینه، AFP
روهېنګیا په ډېر مېشتي بودايي میانمار کې مسلمان لږکي دي.
"عین رواندا غوندې"


دغو ځوروونکو نندارو ښاغلي تمبادوا ته د روندا هېواد پېښې ور یادې کړې چې په ۱۹۹۴ کال کې توکموژنې د ٨٠٠ زره انسانانو ژوند واخیست:
"د روهېنګیایانو کیسې هغو ظلمونو ته ډېرې ورته وې چې د رواندا توتسي خلکو پر وړاندې وشول."

د عکس سرچینه، Getty Images
"عین طرزالعمل وو - چې له دوی یې انسانیت اخیست او په بېلابېلو نومونو به یې یادول - د ټولوژنې ټولې نښې نښانې پکې وې."
"زه پخپل ذهن کې دې پایلې ته ورسېدم چې دا د میانمار چارواکو یوه هڅه وه چې روهېنګیا لږکي په پوره توګه له منځه یوسي."

د عکس سرچینه، Getty Images
میانمار د ټولوژنې مسوولیت رد کړی او دا اونۍ یې د یوې حکومتي څېړنې "اجرایوي امر" صادر کړ، چې ټولوژنو ته د مسلمانو وسله والو د بریدونو پر وړاندې د پوځ د بې نظمه غبرګون بڼه ورکوي.
ښکاري چې د جرمونو نړیوالې محکمې تر پرېکړې څو ورځې وړاندې خپور شوی دا اجرایوي امر د میانمار چارواکو یوه هڅه ده چې خپل نوم له "بده نیته/ارادې" پاک کړي چې د ټولوژنې د جرم په تعریف کې مرکزي ځای لري.
انګ سان سوچي په محکمه کې استدلال وړاندې کړ چې دا کورنۍ څېړنه د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې اړتیا له منځه وړي.











