تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یهودانو 'هولوکوسټ' کې د سعودي ملا امامت غبرګونونه پارولي
د مسلمانانو نړیوالې ټولنې یا د Muslim World League مشر محمد العیسی په پولنډ کې د نازیانو "اوشفیتز" کمپ ته ورغلی او هلته یې د بندیانو د خوشي کېدو په ۷۵ مه کلیزه ګډون کړی او د جماعت امامت یې کړی.
د نوموړي دې کار په عربي نړۍ کې یو ټرېنډ جوړ شوی چې زښت ډېر غبرګونونه پرې ښودل شوي.
ښاغلی العیسی، چې د سعودي د عدلیې پخوانی وزیر هم و، دغه کمپ ته د یهودي بندیانو د خوشي کېدو د یاد لمانځغونډې ته ورغلی و.
پر خواله رسنیو د ښاغلي عیسی یوه وېډیو خپره شوې چې په کمپ کې له خپل پلاوي سره د جماعت لمونځ کوي.
د اسراییلو ستاینه
اسراییلو پر خواله رسنیو د العیسی دا لیدنه ستایلې ده. اسراییلو پر ټوېټر عربي ژبه لیکلي: "د مسلمانانو نړیوالې ټولنې عمومي منشي سعودي محمد العیسی له یوه پلاوي سره د اوشفیتس کمپ ټولوژنې په یاد کې دغه کمپ ته ورغلی او هلته یې لمونځ کړی. په دې کمپ کې د هولوکوسټ پرمهال تر یو میلیون ډېر یهودان ووژل شول."
د العیسی په رسمي پاڼه له یوه یهودي عالم سره د هغه انځور خپور شوی او دا تبصره ورسره لیکل شوې: "یو انځور زر ټکي: د ورورګلوۍ ښه راغلاست سره د بښنې نوې پاڼه پرانیستل شوه، سعودي مذهبي مشر محمد العیسی د لومړي ځل لپاره اوشفیتس کمپ ته تللی او له یهودي مذهبي مشر سره یې کتلي."
د اسراییلي پوځ ویاند افیخاي اردغي هم لیکلي: "دا ریښتینی اسلام دی! سعودي مذهبي مشر محمد العیسی او پلاوی یې په اوشفیتز کمپ کې د یهودي هولوکوسټ د قربانیانو یاد کې لمونځ وکړ، وېډیو وګورئ او پند ترې واخلئ، د دینونو ترمنځ ورورګلوي د هر خیر لامل دی"!.
د عربانو هرکلی او غندنه
پر خواله رسنیو ځینو عربانو د محمد العیسی د دې کړنې هرکلی کړی، خو ځینو بیا دا کار غندلی دی.
هولوکوسټ یا د یهودانو ټولوژنه کې چې - په ۱۹۴۵-۱۹۳۹ کلونو کې ترسره شوه - تر یو میلیون ډېر یهودان پکې ووژل شول.