بغداد: پراخ لاریون کې له عراقه د امریکايي پوځیانو وتلو غوښتنه

د عراق پلازمېنه بغداد کې ګڼو کسانو په هغه لاریون کې ګډون کړی و، چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

د جمعې پر ورځ مشهور شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر د امریکا سفارت ته نژدې دغه لاریون کې د میلیون کسانو ګډون غږ وکړ.

نوموړي خپله په لاریون کې ګډون نه و کړی، خو له لوري یې یوه اعلامیه ولوستل شوه. په لاریون کې د هغو ملېشو غړي هم شامل وو، چې ایران یې ملاتړ کوي.

دغه تاو تریخوالی په بغداد کې د روانې جنورۍ پر درېیمه د امریکا یوه هوايي برید کې د ایراني پوځي قومندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته زیات شو.

په هغه برید کې د ایران ملاتړ لرونکې ملېشې کتایب حزب الله مشر ابو مهدي المهندس هم وژل شوی و.

د نن ورځې لاریون ګهیځ وختي د بغداد مرکزي برخه کې پیل شو او څو ساعته وروسته ټوله سیمه له خلکو ډکه شوه.

د لاریون ډېری ګډونوالو د عراق ملي بېرغ لېږداوه او پر لوحو په دغه هېواد کې د امریکایي پوځیانو د حضور ضد شعارونه لیکلي وو.

تېره میاشت بغداد هوايي ډګر کې د امریکايي پوځ په لاس د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو وتلو ته رایه ور کړه.

اوکراینۍ بوینګ ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه د جنورۍ پر اتمه له تهرانه د اوکراین پلازمېنې کېیف ته تله، چې له امام خمیني هوايي ډګره له الوتلو څو شېبې وروسته نسکوره شوه او د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکي ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول.

ایراني چارواکو په لومړي سر کې د پېښې مسئولیت رد کړ، خو د نړیوال فشار له ډېرېدو وروسته سپاه پاسداران ځواک ومنله، چې له امریکا سره د سخت تاوتریخجن حالت له کبله یې پر دغې ملکي الوتکې یې د 'کروز توغندي ' ګومان کړی و.

د عراق پارلمان لخوا منظور شوي قرارداد کې له حکومته غوښتنه شوې وه چې د عراق خاوره، هوایي حریم او سمندري بریدونه نور پرېنږدي چې د بهرنیو ځواکونو لخوا وکارول شي.

د عراق لومړي وزیر عادل عبدل مهدي پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي و چې دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون باید نور ختم شي.

امریکا دا مهال په عراق کې شاوخوا پنځه زره پوځیان لري، چې ډېری یې پوځي سلاکاران دي.

د دې ترڅنګ له حکومته غوښتنه شوې وه چې ملګرو ملتونو کې د امریکا پر ضد رسماً شکایت وکړي چې د عراق خپلواکۍ او امنیت نه یې جدي سرغړونه کړې ده.

بغداد کې د بي بي سي خبریال وايي، په دا مهال نورې مظاهرې هم روانې دي او هغو ځوانانو پیل کړې چې له میاشتو راهیسې د عراق د ټولو چارواکو ګوښه کېدل غواړي.

د ایران رسنۍ وايي، د امریکا ضد مظاهره چیانو "کفن اغوستي" دي.